CRI Online

په افغانستان کې د چين نوي سفير محترم ليو جين سونګ د هېواد د مهمو خبري رسنيو سره مرکه ومنله

cri     (GMT+08:00) 2018-01-16 16:12:07

د جنوري په 14، په افغانستان کې د چین نوي سفیر محترم لیو جین سونگ، ددې ورځپاڼې سره یوه کتبي مرکه ومنله او د چين او افغانستان د دوستانه اړيکو او د يو بېلټ او يو سړک په هکله يې خپل نظرونه څرګند کړل.

 هغه وویل چې هغه افغانستان ته نژدې د چين له شينجيانګ څخه راغلی دی، د افغانستان په دودونو او عنعنات پوهیږي او هغوی ته درناوی او احترام لري، هغه غواړي د چین او افغانستان اړیکو پراختیا لپاره هره هڅه وکړی.

سفیر وویل: دا ځل هغه د آریانا هوایي شرکت په الوتکه کې د شينجيانګ له مرکز اروومچي ښار څخه افغانستان ته راغی. درې ساعته سفر روښانه کوي چې دواړه هیوادونه څومره سره نږدې دي. تیر کال نږدې 10000 افغانانو چین ته سفرونه کړي، په الوتکه کې ډیر افغان مسافر د دواړو هیوادونو ترمنځ د تبادلې وده او پراختیا څرگندوي. هغه 17 کاله مخکې له دې چې پوهنتون ته لاړ شي په اروومچی کې ژوند کاوه. هغه وویل ، دلته ډیر مسلمانان ملګري او دوستان مې شتون لري، او زه د هغوی له دودونو ښه اشنا او پوهیږم او هغوی ته احترام لرم. شينجيانګ افغانستان سره ګډ سرحد لري، او دواړو خواوو کې ډیر خلک یوبل سره خپلوان دي، ډېر افغان سوداگران په شينجيانګ کې سوداگري کوي. سفیر وویل: هغه ډیر وخت مخکی پوهیده افغاستان د چین ښه ګاونډی، ښه ملګری او ښه همکار دی، سفیر وویل: د جنوري په درېیمه نیټه، تر یوې اونۍ لږ موده پس چې کابل ته ورسیدم، زما افغاني همکارانو د ټولو اسنادو بندوبست کړی و او ولسمشر غني ته يې د لاسلیک لپاره سپارلي وو، دا لومړنی دولتي باورلیک دی چه په 2018 کال کې د ولسمشر غني له خوا ومنل شوو. ولسمشر وویل: دا یو نیکمرغه پیل ګڼل کیږي. دا د افغانستان او چین د ژورو اړیکو ښکارندويي کوي، او ښکاره کوي چې د افغانستان مختلفې کچې او ساحې چین ته په درناوي ګوري، او د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره هڅه کوي.

سفیر وویل: د وریښمو پخوانۍ لار افغانستان او چین یوبل سره ډیر نږدې تړاو ورکوي. جانگ چیان د چین په تاریخ کې ټرټولو مشهور سفیر و، هغه 2000 کاله مخکې افغانستان ته راغلی و، له هغه وخت راهیسی، ډیرو افغان پوهانو او سوداګرو چین ته سفرونه کړي دي او کوي يي، دا د چین اقتصادي او کلتوري پرمختګ لپاره خورا ګټه لري. د چین لرغونو کتابونو د افغانستان پراخه تمدن ثبت کړی دی، نن چین او افغانستان په ګډه سره د " يو بیلټ او يو سړک" پروژې جوړونه کوي، او د وریښمو سړک نوی او ښکلی بڼه جوړوي، یو بيلټ او يو سړک به په راتلونکی کې د چین او افغانستان ترمنځ د سرنوشت ګډه ټولنه جوړه کړي، د دی په واسطه به د افغانستان جغرافیایی حالت او سرچینی په بشپړ ډول کارول کیږي، او د سیمه ییزو اړیکو لپاره به یو مرکز وګرځي، چی دا د افغانستان وګړو ته هم خورا ګټه رسوي. سفیر په ټوکې سره وویل: افغان ملګري غواړي چی نور ډیر محصولات چین ته صادر کړي، لکه: غالۍ، مرمر، انار، زعفران او ځلغوزي. هغه را زیاته کړه چی د افغانستان ځلغوزی یی ډیر خوښیږی، ځکه چی د هغه چینایی نوم هم د ځلغوزی د ونې معنی لری. د چین د وارداتو ټوګو لومړی نندارتون به په روان کال کی په شانگهای کی ترسره شي، هیله لرم چی زمونږ افغان ملګري د دې فرصت څخه استفاده وکړي.

سفیر وویل: پيغمبر محمد (صلی الله عليه وسلم) خپلو پيرويانو ته ویلي دي " علم حاصل کړئ حتی که په چين کې وي" او په افغانستان کې يو متل دی وايي " ملگرتیا د زرو لار ده". د وریښمو سړک هم د پوهی او هم د ملګرتیا سړک دی. هغه افغانستان ته راغلی ترڅو د چین او افغانستان د دوه اړخیزو زده کړو ارتباطات پیاوړي کړي، په افغانستان کې د ټولو کړیو سره ملگرتیا وکړي او د چین او افغانستان تر منځ د اوږد مهالي دوستۍ د پیاوړتیا لپاره هڅه وکړي، په ځانگړی توګه د څلورو" پرمختګونو" لپاره، د چین او افغانستان د ستراتیژیکې همکارۍ پرمختګ، په ځانگړې توګه د لوړ پوړيو لیدنو او ملکي تبادلې، د " يو بیلټ او يو سړک" پروژې ته د افغانستان پراختیايي پلان سره سم وده او پرمختګ ورکول، او د چین او افغانستان ترمنځ ټولو برخو کی د همکاریو پروژو ته وده ورکول، " د افغانستان په رهبرۍ او د افغانانو لپاره" د اصولو په بنسټ د سولی، پخلاینې او بیارغونې ته وده ورکولو کې افغاستان سره مرسته کول او د ګاونډيو هیوادونو سره د اړیکو پرمختګ په شمول، وده ورکوو.

سفیر وویل: زما تر ټولو لوی شوق او علاقه مطالعه ده. د افغانستان له راتگ د مخه ما یو کتاب ولوسته، په حیرانتیا سره می ولیدل چی د کتاب په یوه برخه کی فقيد ښاغلي ماو ځه دونگ ویلي دي: " افغانستان یو اتل هیواد دی او هیڅکله یی په تاریخ کې د چا په وړاندې سر نه دی ټیت کړی. چین او افغانستان ملګري هیوادونه دي، چین نه غواړي افغانستان ته زیان ورسوي، او همدا رنگه افغانستان هم نه غواړي چین ته زیان ورسوي، او دواړه هیوادونه یو بل سره مرسته کوي." دا ویناوې په پراخه توګه له افغانانو سره د چین د خلکو ښه احساسات منعکس کوي. چین یو لوی هیواد دی، خو چین هیڅکله افغانستان ته زیان ندی رسولی، هیڅکله د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه ده کړی، هیڅکله په افغانستان کی د جغرافیایي سياسي ګټو د پراختیا لپاره هڅه نه ده کړې، هیڅکله په افغانستان کی د یو استازي غوښتنه نه ده کړی. پرځای یی ملګرتیا، صداقت، مهرباني او اسانتیا اصول یی ټینگ کړي دي. په کلکه سره د افغانستان خلکو سره د سولی او بیارغونې په برخه کی مرستې کړې دي.

له هغه وخته چې زه دلته ورسیدم، زما افغان ملګري په ریښتنې توګه ماته وویل: افغان وګړی څومره چین باندې باور لری، د چین ملګري د افغانستان هم ملګري گڼل کیږي او د چین دښمنان د افغانستان دښمن هم گڼل کیږي." زه د دې احساس څخه ډیر خوشحاله یم.

سفیر زیاته کړه، بی وزلي او تروریزم د دواړو هیوادونو مشترک دښمنان دي، د دې دوو دښمنانو له منځه وړلو لپاره نړیوالې رښتني همکارۍ ته اړتیا لرو، په ځانگړی توګه د ګاونډيو هیوادونو تر منځ همکارۍ ته. دا یوه لاره نه ده چی هر څوک په خپل سر لاړ شي او یا یو بل سره شخړې وکړي. چین او افغانستان دواړه د تروریزم قربانیان دي، هغه د چین په شينجیانگ کې ژوند کړی دی، د تروریزم بریدونو په درد پوهیږي، او د هغه درد او قربانۍ احساس کوي چې افغانستان یی د تروریزم له امله باسي، او د ترهګرۍ اصلي لاملونو له منځه وړل، جامع پالیسي طرحه کول او د ترهګرو نښو نښانو د مینځ وړلو کې مرسته کوي.

سفیر په اخر کې وویل: هغه د کیسې اوریدلو او کیسې وویلو ته ډیر شوق لري، د عربانو کیسه " یو زرو یو شپې" سره په چین کې ټول خلک آشنایي لري، د چین او افغانستان تر منځ د دوستۍ زړې او نوې کیسې په یو زرو یو شپو کی هم نه ختمیږي، په دی ورځو کې، د علی کیسې چې د سفارت پخوانی کارمند دی واوریدې، چې هغه د جګړې په جریان کې د چین سفارت سره ودریده او د هغه څخه ساتنه یی وکړه. په کندهار کې د "چینایي روغتون" کیسې چې نیمه پیړۍ کیږي عامو خلکو لپاره خدمت کوي، واوریدې. د چینایي کارمندانو او داوطلبانو کیسې چی په بامیان کې د خلکو اعتماد او ښه احساس یي ترلاسه کړی، واوریدې. په یي وو کې د افغانستان سوداګرو کیسې مې هم اوریدلې، په چین کې د افغان محصلینو د مینې کیسې می هم اوریدلي، هغه هیله مند دی د چین او افغانستان تر منځ د دوستۍ لپاره نورې هم داسې کیسې رامنځته کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای