CRI Online

ترکيه په سوريه کې د پوله ساتي سرحدي امنيتي پوځ د جوړېدو په اړه امريکا غندي

cri     (GMT+08:00) 2018-01-16 16:14:08

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان د جنورۍ په ۱۵مه نېټه د امريکا په مشرۍ د نړيوال اتحاد سخته غنده وکړه، دوی غواړي چې په سوريه کې پوله ساتي سرحدي امنيتي پوځ جوړ کړي، د ده په وينا دا ډېر خطرناک عمل دی.

هغه خبرداری کړی، ترکي پوځ چمتو دی چې د سوريې په شمال لوېديځ کې د کرديانو د ځپلو لپاره نظامي عمليات ترسره کړي.

د امريکا په مشرۍ نړيوال ايتلاف د جنورۍ په ۱۴مه نېټه اعلان وکړ چې د سوريې د سرحدي سيمې د امنيت ساتلو لپاره له جمهوري پوځ سره د يو نوي پوځ په جوړولو بوخت دی. اوس ۲۳۰ سرتيري تر روزنې لاندې دي او د پلان له مخې به د سرتيريو شمېر دېرش زرو ته ورسېږي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای