CRI Online

روسيه د لويديځو هېوادونو پر تګلارو نيوکه کوي چې د نړيوالو تودو مسؤلو د حلولو لپاره ګټورې نه دي.

cri     (GMT+08:00) 2018-01-16 16:29:20

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف د جنوري په ۱۵مه نېټه د ۲۰۱۷م کال لپاره د روسيې د ډيپلوماتيکو کارونو د راغونډولو په مطبوعاتي غونډه کې وويل، په تېرو څو کلونو کې د زياتو نړيوالو مسئلو په اړه د امريکا او د ملګرو تګلارې او دريځونه يې نا برابره دي. روسيه غواړي له ملګريو هېوادونو او په نړيواله ټولنه کې له رغنده قوتونو سره همکارۍ وکړي، تر څو نړيوالې تودې مسئلې حل شي.

نوموړي د ۲۰۱۷م کال د نړيوالو حالاتو د يادونې په وخت کې وويل، د کوريا ټاپووزمې او افغانستان د اوضاعو په برخو کې د امريکا تګلارې او تدبيرونه د ځينو سيمو د حالاتو د ترينګلتيا سبب ګرځېدلي دي. بر سېره پردې، څو ورځې مخکې واشنګټن د ايران له ذروي تړون څخه د وتلو خبرې وکړې چې له دې امله دغه مسئله نوره هم پيچلې شوه.

نوموړي وويل، اوس روسيه په نړيواله ټولنه کې له رغنده قوتونو سره د مساواتو او متقابل درناوي پر بنسټ همکارۍ کوي، تر څو د م م منشور او نور نړيوال قوانين وساتل شي، د نړۍ په اداري سيسټم کې د نابرابرۍ مخه ونيول شي او د سيمه ييزو اوضاعو د ترينګتيا مخنيوی وشي.

نوموړي زياته کړه چې روسيه به په مداومه توګه د ترهګرۍ پرضد د مبارزې لپاره هڅې وکړي، په سوريه کې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې د برياليتوب په رڼا کې به د سوري مسئلې د سياسي حل و فصل لپاره زيار وباسي، د ترکيې او ايران په شمول له نورو ملګريو هېوادونو سره به د سوري ملي ډيالوګ د پياوړتيا لپاره ګډ کوښښونه وکړي. دغه راز، روسيه به د بېلا بېلو خواوو لخوا د ايران د ذروي تړون د پلي کېدو، د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د اوضاعو د ښه والي او د اوکراين د ختيځې مسئلې په اړه د ميسک تړون د پلي کولو لپاره هڅې وکړي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای