CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند: چين تل د سانجي په نامه بيړۍ ژغورلو ته په ډېره درنه سترګه ګوري او تر خپلې وسې پورې له ايران سره همکارۍ کړې دي او کوي يي.

cri     (GMT+08:00) 2018-01-16 17:34:39

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د جنوري په ۱۶مه نېټه په بېجينګ کې په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چين تل د سانجي په نامه د نفت وړونکې بيړۍ ژغورلو ته په ډېره درنه سترګه ګوري او تر خپلې وسې پورې له ايران سره همکارۍ کړې دي او کوي يي. نو هغه خبره سمه نه ده چې چين تر خپله توانه دغه بيړۍ نه ده ژغورلې.

د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند څو ورځې مخکې خبر ورکړ چې چين يادې بيړۍ د ژغورنې په بهير کې تر خپله توانه له ايران سره همکارۍ او مرستې کړې دي. خو په عين وخت کې ځينو خبري رسنيو خبر ورکړی چې چين د ژغورنې کارونه ځنډولي او تر خپله توانه ورسره مرسته ونه کړه. وياند لو کانګ په دې اړه وويل، چې پر چين دغه نيوکه سمه نه ده او دغه خبر له رښتيا سره سمون نه لري.

نوموړي وويل، د ايران د بهرنيو چارو وزارت د وياند له قول، د سانجي بيړۍ له ډوبېدو نه مخکې چين او ايران چمتو شوي چې د ژغورلو لپاره په دغه بيړۍ کې ننووځي، خو د دغه بيړۍ د چاودنې له امله دغه پلان پلی نه شي کېدای. نو پر چين باندې دغه نيوکه سمه نه ده. چين تر خپلې وسې پورې له ايران سره همکارۍ کړې دي او کوي يي. د چين مشرانو اړوندو څانګو ته حکم ورکړی چې د قانون او دود سره سم دغه پېښه حل کړي. چين هر کلی کوي چې ايران د دغې پېښې په مناسبت تحقيقاتو کې برخه واخلي او د ويزې اخيستلو په برخه کې چين ته د تللو لپاره د مړه شويو کسانو خپلوانو ته امتياز برابر کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای