د جنورۍ په ۱۶مه نېټه د چين سفير ليو جين سونګ د افغانستان د اجرايه رئيس له دوهم مرستيال محمد محقق سره وکتل. دواړو خواوو په دوستانه فضا کې د چين او افغانستان ترمنځ د اړيکو د هڅولو په اړه د نظريو تبادلې وکړې.
محقق په ۲۰۱۶ کال کې چين ته د خپل سفر يادونه وکړه او و يې ويل، د رئيس شي جين پينګ لخوا وړاندې شوی د يو کمربند او يوې لارې وړانديز يو ستر عمل دی. هغه هيله وښودله چې د ده ټاټوبي بلخ ولايت او د چين د جيانګ سو ولايت ترمنځ تبادلې او همکارۍ به لا نورې پياوړې شي.
سفير ليو د چين او افغانستان ترمنځ د دوستۍ په تېره بيا د دواړو هېوادونو د ولايتونو ترمنځ د تبادلې د هڅولو په هکله د محقق له کوښښونو څخه مننه وکړه او و يې ويل، د ځينو تاريخي کارپوهانو د څېړنې له مخې، په هان امپراطورۍ موده کې د چين ديپلومات جانګ چيان بلخ ولايت ته راغلی و چې دا هغه وخت تر ټولو ليرې ځای و. د چين سفارت غواړي د چين د جيانګ سو ولايت او د افغانستان د بلخ ولايت ترمنځ د تبادلې د هڅولو لپاره فعال رول ولوبوي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |