CRI Online

د نړيوال اقتصاد فورم په ۴۸مه کلنه غونډه کې د برخوالو مشرانو شمير به د پخوا په پرتله زيات وي

cri     (GMT+08:00) 2018-01-17 16:17:26

د نړيوال اقتصاد فورم ۴۸مه کلنه غونډه به د جنورۍ له ۲۳مې نيټې څخه تر ۲۶مې نيټې پوري د سويس په داوس کې تر سره شي. د نړيوال اقتصاد فورم اجرائيوي رئيس کلوس سچواب د جنورۍ په ۱۶مه نېټه په عمومي مقر ژنيو کې يوه خبري ناسته تر سره کړه او په کې يې اعلان کړی چې د دغې کلنۍ غونډې عمده مضمون په تجزيه شوې نړۍ کې د همکارۍ پياوړتيا ده. اټکل کيږي چې روان کال په دغه غونډه کې د برخوالو مشرانو شمير به د پخوا په پرتله زيات وي او د بېلا بېلو هېوادونو ۷۰ مشران او د نړيوالو سازمانونو ۴۵ مسئولين به پکې شامل وي.

د داوس په فورم کې چې د هر کال په پيل کې تر سره کيږي، د همدې کال د نويو ځانګړتياوو له مخې بېلا بېل عمده مضمونونه ټاکل کيږي. د روان کال په کلنۍ غونډه کې به د بېلا بېلو هېوادونو د جيپولتيکس ستراتيژيو سياليو د سختوالي په حال کې د نړيوالې همکارۍ اهميت بيا تاييد شي او د نړيوال امنيت، د چاپيريال ساتنې او د نړيوال اقتصاد په شمول برخو کې د بېلا بېلو هېوادونو لپاره د ګډو ګټو لرونکو مهمو مسئلو په هکله به بحث وشي.

د نړيوالې همکارۍ نه پرته د غونډې يو بل مهم ټکی د بېلا بېلو هېوادونو په دننه کې د توپيرونو له منځه وړل دي. د نړيوال کيدو او د ټولنيزو خبري رسنيو د خپرولو او د څلورم صنعتي انقلاب له پيل څخه يو لړ بدلونونه ټولنو ته سترې اغيزې رسولې دې. که په اغيزمنه توګه د يادو اغيزو مخه و نه نيول شي، د ټولنې باور به کمزوری شي او جوړ شويو نظامونو باندی به د خلکو اعتماد کم شي او د تصديو او ټولنو تر منځ اړيکې به خرابې شي.

د نړيوال اقتصاد فورم جوړونکي او اجرائيوي رئيس کلوس سچواب وويل د بېلا بېلو هېوادونو تر منځ سيالې سختې شوې او زموږ نړۍ د بدلون په حال کې ده. اوس د ټولې نړۍ په وړاندې ننګونې ډ‌ېرې سختې دې او بېلا بېل هېوادونه بايد سره همکارۍ پياوړې کړي. په وروستيو کلونو کې د داوس فورم په هکله د بحثونو ساحې پراخې شوې چې نه يوازي د اقتصاد بلکې د انسانانو په وړاندې بېلا بېل ډوله مهمې موضوګانې پکې شاملې دي . په ياده کلنۍ غونډه کې به څه دپاسه څلور سوه غونډې تر سره شي چې د اقتصاد د دواملرونکي پرمختګ، د نظريو د ډولونو د زياتوالی او د قواوو د څوقطب يزې نړۍ سره د مقابلې ، د ټولنيزو توپيرونو د له منځه وړلو او د تخنيکی ادارې د چابک نظام د جوړولو په هکله بحثونه ترسره شی.

د اټکل له مخې په راتلونکې غړنډه کې اويا تنه ولسمشران يا حکومتی مشران ګډون وکړی ، د امريکا ولسمشر ترامپ او د فرانسې ولسمشر ماکرون چې تير کال نوي انتخاب شوی، او د برتانيا صدراعظمه تريشمی به يو وار بيا پکې حاضر وی . د هند صدراعظم مودی به د غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې مهمه وينا وکړی او د چين د صدراعظم مرستيال او د ماليې او اقتصاد د لارښوونکی ګروپ مشر ليو هه به د چينی پلاوی په مشرۍ ګډون وکړی .

د يو نړيوال فورم په حيث داوس هر کال د ګڼ شمير تصديو مشران راجلبوی . د خبر له مخې سږ کال به د يو زرو نهو سوو د تصديو مشران پکې برخه واخلی ، دغه راز د خبری ناستيو دوه سوه ديرش تنه استازي او د کولتوری ټولنې څلويښت تنه مشران به هم پکې حاضر وی .ياده کلنه غړنډه د ځوانانو ډيره مهمه نړيواله غړنډه هم ده . هغه پنځوس تنه وتلی نړيوال ځوانان او د ځوانانو هغه اتيا تنه مشران چې د نړيوال اقتصاد فورم لخوا غوره شوي ، هم پکې ګډون وکړی .

د يادې کلنۍ غونډې يوه بله ځانګړتيا دا ده چې له برخوالو څخه په سلو کې يوويشت تنه ښځې دی چې دغه انډوال د تيرې هرې غونډې نه زيات دی .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای