CRI Online

چين: د خارجه وزيرانو په کچه د کوريا ټاپووزمې د اټومي مسئلې په اړه غونډه يوازې بېلتون رامنځته کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-01-17 19:14:48

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لوکانګ د جنوري په ۱۷مه نېټه د امريکا او کانادا تر مشرۍ لاندې د خارجه وزيرانو په کچه د کوريا ټاپووزمې د اټومي مسئلې د غونډې په وړاندې وويل، د کوريا ټاپووزمې د وضيعت د ارامتيا په وخت کې د امريکا او کانادا دغه چلند، چې پکې د سوړ جنګ نظر څرګندېږي، يوازې د نړيوالې ټولنې بېلتون رامنځته کړي او د مسئلې د حل لپاره ګډو هڅو ته تاوان رسوي.

د روانې مياشتې په ۱۶مه نېټه کانادا او امريکا يو شمېر هېوادونه راغونډ کړل، کوم چې په شمالي کوريا جنګ کې د م م د پوځ په حيث شامل شول، او په وانکووېر کې د خارجه وزيرانو په کچه د کوريا ټاپووزمې د اټومي مسئلې په اړه غونډه تر سره کړه. په غونډه کې ويل شوي چې نړيواله ټولنه بايد پر شمالي کوريا د لويې پيمانې فشار واچوي.

د خبر له مخې، سره له دې چې ويل شوي چې ۲۰ هېوادونو په ياده غونډه کې ګډون وکړ، خو واقعاً يوازې د ۹ هېوادونو خارجه وزيرانو پکې ګډون وکړ. چين او روسيې ګډون پکې رد کړ. د اټومي انرژۍ د نړيوالې ايجنسۍ په شمول د م م هيڅ سازمان او نړيوال سازمان پکې ګډون نه دی کړی.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای