CRI Online

د ۲۰۱۸ کال په پيل کې افريقا ته د چين د بهرنيو چارو د وزير وانګ يي سفر ښه برياليتوبونه تر لاسه شوي

cri     (GMT+08:00) 2018-01-17 19:46:48

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لوکانګ د جنوري په ۱۷مه نېټه وويل، په نوي کال کې له افريقا څخه د چين د بهرنيو چارو د وزير وانګ يي ليدنې ښه برياليتوبونه تر لاسه کړل. چين به په پرله پسې ډول له افريقايي هېوادونو سره د دوه اړخيزو اړيکو ته وده ورکړي.

په ۱۷مه نېټه د روندا، انګولا، ګابن، ساتومه او پرنسيپ ته د وانګ يي سفرونه پای ته ورسېدل. دا پر له پسې ۲۸م کال دی چې د کال په پيل کې د لومړی ځای په توګه افريقا ته سفر کوي او دا هم د چين د خارجه وزير په حيث د وانګ يي ۱۳م ځل دی چې افريقا ته سفر کوي.

لوکانګ وويل، د دې سفر په ترڅ کې د چين او اړوندو هېوادونو ترمنځ د دواړو خواوو اړيکو او د ګډو علاقې وړ نړيوالو مسئلو په اړه مهمې موافقې تر لاسه شوې.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای