CRI Online

په تېر کال کې په چين کې د نړيوالو پيسو د تګ راتګ حالت ښه و

cri     (GMT+08:00) 2018-01-18 14:34:29

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د بهرنيو اسعارو د ادارې وياندې او د نړيوالو تادياتو توازن د رياست مشرې وانګ چون اينګ د جنورۍ په ۱۸مه نېټه په بېجينګ کې وويل چې په ۲۰۱۷ کال کې په چين کې د نړيوالو پيسو د تګ راتګ حالت په ښکاره توګه ښه شوی او د بهرنيو اسعارو بازار کې عرضه او تقاضا په بنسټيزه توګه برابرې شوې دي.

وانګ چون اينګ يادې څرګندونې په همدې ورځ د چين د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر په يوه خبري ناسته کې وکړې.مېرمن وانګ وويل چې په تېر کال کې د چين د بهرنيو اسعارو ادارې اصلاحات تر سره کړل او د خطرونو د مخنيوي لپاره يې تدبيرونه ونيول چې له مخې يې د بهرنيو پانګو امنيت ساتلی دی.

له شمېرنې سره سم د ۲۰۱۷ کال د دسمبر تر پايه پورې په چين کې د بهرنيو اسعارو زيرمه له ۳۱۳۹ مليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتی وه چې پکې د ۲۰۱۶ کال په پرتله ۱۲۹ مليارډه ۴ سوه مليونه امريکايي ډالره زيات شوي دي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای