د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د سيچوان او تبت ترمنځ د اورګاډي لومړی اوږد تونل يعنې د سانګ جو لينګ تونل د جنورۍ په ۱۷مه نېټه په رسمي توګه پرانيستل شو.د دې تونل اوږدوالی ۱۶ اعشاريه ۴۴۹ کيلو مترو او د ډبرو د تودوخې لوړه درجه يې ۸۹ اعشاريه ۹ ته رسېږي چې په چين کې د اورګاډيو د نورو تونلونو په پرتله لوړه ده.
د سيچوان او تبت ترمنځ اورګاډی تبت ته د ننوتلو لپاره په ۵ پټليو کې يو دی چې د دې پټلۍ په اوږدو کې ۴۷ تونلونه شته او د تونلونو اوږدوالی يې ۳۰۱ کيلو متره دی چې د عمومي اوږدوالی ۷۵ سلنه نيسي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |