د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د شمالي کوريا او جنوبي کوريا استازو د جنورۍ په ۱۷مه نېټه د پينګ چونګ د اولمپيک په ژمنيو لوبو کې د شمالي کوريا د ګډون په اړه خبرې اترې کړې او د څو مسئلو په اړه يې موافقې کړې دي.
د دواړو خواوو د ګډ سند له مخې، د دواړو هېوادونو لوبغاړي به د اولمپيک د دغو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې د کوريا ټاپووزمې د بيرغ په پورته کولو سره ډګر ته ننوزي. دواړه خواوې به پر کنګل باندې د هاکي په ښځينه لوبه کې د ګډون لپاره يوه ګډه لوبډله جوړه کړي.
برسيره پر دې، شمالي کوريا به يوه ۲۳۰ کسيزه تشويق کوونکې ډله جنوبي کوريا ته وليږي چې د اولمپيک د دغو لوبو په موده کې به د شمالي او جنوبي کوريا لوبغاړو ته د هلې هلې ناری ووهي.
تر اوسه د شمالي کوريا د لوبډلې د غړو شمېر نه دی ټاکل شوی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |