CRI Online

تېر کال د چين د لويو دولتي تصديو ګټې له ١٤٠٠ مليارډو يوانو څخه زياتې وې

cri     (GMT+08:00) 2018-01-18 15:20:11

د چين د دولتي شورا د دولتي شتمنيو د څار او ادارې کميټې محاسبې مېرمن شن اينګ د روانې مياشتې په ١٧نېټه په بېجينګ کې وويل چې تېر کال د ٩٨ لويو دولتي تصديو ګټې له ١٤٠٠ مليارډو يوانوڅخه اوښتې چې دغه رقم د وړم کال په پرتله په سلو کې ١٥ اعشاريه ٢ زيات شوی و.تېر کال د اقتصادي ګټو د زياتوالي اندازه او پرمختيايي انډول د وروستيو پنځو کلونو په پرتله تر ټولو لوړې سويې ته رسيدلی و .

په همدې ورځ د چين د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر په جوړه شوې خبري ناسته کې نوموړې معلومات ور کړل چې تېر کال د دغو تصديو عمده اقتصادي ګرافونه د ښه کېدو په حال کې وو او کلني عايدات يې له ٢٦ زره څلور سوه مليارډو څخه اوښتی وو او د ګټو مياشتنی پرمختيايي انډول يې په سلو کې پنځلسو ته رسيدلی و.تېر کال د دغو تصديو اقتصادي ګټې د وړاندوينې په پرتله ډېرې وې.هغې وويل(اواز...........) له دغو تصديو څخه د نهه څلوېښتو تصديو ګټو د زياتوالي انډول له لس سلنې څخه اوښتی واو د ٢٦ تصديو د ګټو د زياتوالي انډول په سلو کې له شلو څخه زيات و.د هغو لويو دولتي تصديو شمېر ٤١ ته رسيدلی چې عمومي ګټې يې له لس مليارډو څخه اوښتي دي.دا چې د نفتو،اوسپنيزو او سکرو په شمول عنعنوي چارو کې ډېرې ګټې زياتې شوي دي، نو د دغو تصديو د عمومي ګټو د زياتوالي لپاره يې بنسټ ايښودلی دی.د عصري توليدات جوړونکو او خدمتي چارو په ثابته توګه پرمختګ موندلی چې د لويو دولتي تصديو د عمومي ګټو د زياتوالي لپاره خدمتي انډول له څلوېښت سلنې څخه اوښتی وې.د لسو ازمويښتي تصديو چې د دولتي سرمايه لرونکو شرکتونو له خوا پرې پانګونه شوي ، ستراتيژيکو او سمسورو چارو ته پرمختګ ور کړی چې کلنۍ ګټې يې د وړم کال په پرتله په سلو کې يو دېرش زياتې شوي دي.

تېر کال لويو دولتي تصديو په اصلاحاتو کې ډېرې لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي او د ٢٠١٧ کال تر پايه پورې يې ٨٣٩٠ قانوني کسان بې دندې چې له امله يې د ١٣ مليارډو او پنځه سوه مليونو يوانو په ارزښت اداري لګښت سپما شوی دی .په عين وخت کې لويو دولتي تصديو له ټاکلي وخت نه مخکې د توليدي اندازې د کمښت موخه تر سره کړې ده.هغې وويل (اواز........) تر اوسه پورې مو په فولادي چارو کې د توليدي اندازې د کمښت موخه په ابتدايي توګه تر سره کړه او په راتلونکي ګام کې به د عصري تخنيکونو په وسيله عنعنوي فولادي چارې ښې کړو.تېر کال مو د سکرو په چارو کې له ټاکلي اندازې څخه زياتې دندې تر سره کړې او روان کال به په دې چارو کې د توليدي اندازې د کمښت کارونو ته دوام ور کړو چې له امله به يې د سکرو لس مليونه ټنه توليدي اندازه کمه شي.سربېره پردې ،د سکرو په وسيله د برېښنا توليدولو،د بېړيو جوړولو ،فلزي توکو،د نفتو د ويلې کولو او ساختماني توکو په چارو کې به د توليدي اندازې کمولو ته دوام ور کړو.

نوموړې زياته کړه چې د چين د دولتي شورا د دولتي شتمنيو د څار او اداري کميټې هم د لويو دولتي تصديو د صنعتي معيارونو د کنترول په شمول پنځو برخو کې تدبيرونه نيولي او په جدي توګه يې د دې کميټې تر ادارې لاندې د تصديو د پانګونې پيمانې کنترول کړي چې له امله يې د تېر کال تر پايه پورې د دغو تصديو د منځنيو پورونو انډول په سلو کې صفر اعشاريه څلور کم شوی دی.

سربېره پردې د مېرمن شن اينګ د معلوماتو له مخې يادې کميټې هم د دغو تصديو د صنعتي جوړښت د غوره والی له لارې پرمختګونه موندلي دي.

نوموړې زياته کړه چې دغې کميټې د دغو تصديو د پورونو د کمښت او د ننګونو د کنترول په هکله لارښوونکی وړانديز کړی چې له مخې به يې تر ٢٠٢٠ کاله پورې د يادو تصديو د منځنيو پورونو انډول په سلو کې دوه کم شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای