د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران د ISNAخبري اژانس د جنورۍ په ۱۷مه نېټه خبر ورکړ، د ايران مرکزي بانک څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې د ايران د روان مالي کال په لومړۍ نيمايي کې يعنې د ۲۰۱۷ کال د مارچ له ۲۱مې نېټې څخه د سپتمبر تر ۲۲مې نېټې پورې، د نفتو صنعت په شمول د اقتصادي پرمختګ اندازه ۴.۵ سلنې ته رسېدلې، د نفتو له صنعت نه پرته دغه شمېر ۴.۱سلنه وه.
د دې تر څنګ، د ايران د شمېرنې دولتي مرکز هم په دغه نيمايي کې د دې هېواد د اقتصادي زياتوالي شمېره خپره کړه چې له مخې يې د نفتو صنعت په شمول اقتصادي زياتوالی ۵.۶ سلنه وه، د نفتو له صنعت پرته دغه شمېر ۶ سنلې ته رسېده. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |