د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د مطبوعاتو رياست د جنورۍ په ۱۷مه نېټه خبر ورکړ چې د روانې مياشتې په ۱۶مه نېټه د کاناډا په وانکووېر کې د شمالي کوريا د مسئلې په اړه د څو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو غونډه کومه فعاله نتيجه نه لري،بلکې له دې امله د کوريا د ټاپووزمې حالات لاترينګلي شوي دي.
کاناډا او امريکا د روانې مياشتې په ۱۶مه نېټه په وانکووېر کې د کوريا ټاپووزمې د امنيت او ثبات په اړه د بهرنيو چارو د وزيرانو غونډه تر سره کړه چې په کې پر شمالي کوريا د لازياتو بنديزونو د لګولو په اړه بحث وشو.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويبپاڼې خبر ورکړ چې د روسيې او چين استازو په ياده غونډه کې ګډون نه دی کړی.د روسيې په اند ياده غونډه د شمالي کوريا د ذروي مسئلې په اړه د سلامشورو پر اوسني څو اړخيز نظام منفې اغېزه کړې ده.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |