د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د امريکا فيډرالي ذخيرې کميټې د جنورۍ په ۱۷مه نېټه د دغه هېواد د اقتصادي حالاتو د پلټنې راپور خپور کړ چې له مخې يې د تېر کال د نومبر له پای څخه د روان کال د جنورۍ تر پيل پورې د امريکا اقتصاد په پر له پسې او ارامه توګه پرمختګ کړی.
ياد راپور د امريکا د ۱۲ ځايي ذخيري بانکونو د پلټنې له تازه پايلو سره سم جوړ شوی چې د ژيړ بخن کتاب په نوم نومول شوی.
د څېړونکو په اند له ياد راپور سره سم د امريکا د انفلاسيون فشار ارام دی او ښايي وروسته تر هغه د امريکا فيډرالي ذخيرې کميټه سود زيات کړي.د اټکل له مخې،په جنورۍ کې به د امريکا د فيډرالي ذخيرې کميټې په نوبتي غونډه کې د سود سويه برابره شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |