CRI Online

په ۲۰۱۷ کال کې د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت د وړم کال په پرتله ۶ اعشاريه ۹ سلنه زيات شوی

cri     (GMT+08:00) 2018-01-18 15:53:10

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،په ۲۰۱۷ کال کې د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت ۸۲۷ زرو يوانو ته رسېدلی چې د وړم کال په پرتله ۶ اعشاريه ۹ سلنه زيات شوی دی.دا له ۷ کلونو راهيسې لومړی ځل دی چې د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت لوړ شوی دی.

د چين د شمېرنې ادارې مشر نينګ جي جه د روانې مياشتې په ۱۸مه نېټه په بېجينګ کې وويل چې په ۲۰۱۷ کال کې د چين اقتصاد په ثابته او ښه توګه پرمختګ کړی چې په ۲۰۱۷ کال کې د هر تن په سر منځني عايدات ۲۵۹۷۴ يوانو ته رسېدلي او د مصرفي شيانو د پلورلو عمومي ارزښت ۳۶۶۰۰ مليارډو يوانو ته رسېدلي چې دا رقمونه د ۲۰۱۶ کال په پرتله ۱۰ اعشاريه ۲ سلنه زيات شوي دي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای