د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير ريکس ټيلرسن د جنورۍ په ۱۷ مه نېټه وويل چې امريکا به په سوريې کې د خپل پوځ ځای پر ځای کولو ته دوام ورکړي تر څو داعش يو ځل بيا په دغه هېواد کې سر پورته نه کړي.
ټيلرسن په همدې ورځ د کيليفورنيا ايالت په ستانفورډ پوهنتون کې په دې هيواد کې د داعش له ناکامۍ وروسته د امريکا ستراتيژي اعلان کړه. هغه وويل چې د امريکا پوځ به په سوريې کې پاتې شي تر څو په پوره توګه داعش له منځه يوسي او په راتلونکي کال کې د امريکا ځانګړې دنده اوس نه شو تائيد کولی. تر اوسه ويره شته چې ښايي سوريه کې د امريکا لپاره د ستراتيژيکي ګواښ او ډيپلوماتيک چلينج پيدا شي.
د امريکا په مشرۍ نړيوال ايتلاف اعلان وکړ چې د سوريې د سرحدي سيمې د امنيت ساتلو لپاره د سوريې په شمال ختيځه برخه کې د يو نوي پوځ په جوړولو بوخت دی. ترکيې او نورو هيوادونو د دې چلند سخته غنده وکړه.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |