د سينهوا اژانس د خبر له مخې د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس د روانې مياشتې په اتلسمه نېټه وويل چې د نړۍ سولې او ثبات ته د ډله ييزې وژنې وسلو ګواښونه د زياتېدو په حال کې دي.
په همدې ورځ د م م د امنيت شورا د ډله ييزې وژنې وسلو د محدوديت او د باوري تدبيرونو د نيولو په هکله د لوړې کچې يوه مباحثوي غونډه تر سره کړه او سرمنشي ګوتريس پکې ګډون او ويناوکړه.نوموړي په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې د ذروي وسلوپه اړه د نړيوالو انديښنې تر سړې جګړې وروسته تر ټولو لوړې سويې ته رسيدلي دي.د ذروي وسلو او نورو مسئلو په هکله د امريکا او روسيې ترمنځ متقابل باورونه په پر له پسې توګه کم شوي دي او د ايران د ذروي مسئلې د هراړخيز تړون په هکله شک شته دی .دغه راز د سوريې په دننه کې د کيمياوي وسلو کارونې د کيمياوي وسلو د ممنوعيت نړيوال سيستم ته ګواښونه کړي دي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |