د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د جنورۍ په ۱۸مه نېټه هند په بريالۍ توګه له ځمکې څخه ځمکې ته د AGNI-۵ ډول بالستيک توغندی وتوغاوه.
د هند د دفاع وزارت خبر ورکړ چې ياد توغندی پر ځايي وخت د روانې مياشتې د ۱۸مې نېټې سهار په ۹ بجو ۵۴ دقيقو د هند د ختيځ اوديشا ايالت د عبدل کلام د مجموعي ازموينې له ډګر څخه وتوغول شو او د توغولو وخت او واټن يې په جلا جلا توګه ۱۹ دقيقې او ۴۹۰۰ کيلو متره دی.
د هند د دفاع وزارت چارواکي وويل چې د دې توغندي له توغولو څخه مالوميږي چې د هند د توغنديو د څېړنې او ډيزاين توان پياوړی شوی دی.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |