CRI Online

فلسطين له اسرائيلو سره د سوله ييز بهير د ژغورنې غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-01-19 15:52:33

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د فلسطين ازادی بښونکي سازمان د اجرائيوي کميټې سرمنشي صعب عريقات ايرکټ د جنورۍ په ۱۸مه نېټه په رام الله کې د اروپايي ټولنې له استازي سره د کتنې په وخت کې له اروپايي ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ سوله ييز بهير وژغوري.

سيب ايرکټ تر کتنې وروسته خبريالانو ته وويل چې موږ له اروپايي ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې واقعي تګلارې او عمليات تر سره کړي او د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د سولې د رامنځته کېدو لپاره بنسټيز اصل وساتي.فلسطين هيله لري چې اروپايي ټولنه به مرستې برابرې کړي.هغه زياته کړه چې امريکا فلسطين ته مرستندويه پانګې کنګل کړي چې له دې امله به سيمه ييزې او نړيوالې جګړې او ګډوډۍ رامنځته شي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای