CRI Online

په ۲۰۱۷ کال کې د چين د کورنيو توليداتو ارزښت د ۲۰۱۶ کال په نسبت ۶.۹ سلنه زيات شوی

cri     (GMT+08:00) 2018-01-19 16:20:02

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د شمېرنې ادارې د جنورۍ په ۱۸مه نېټه يوه شمېره خپره کړه چې له مخې يې په ۲۰۱۷ کال کې د چين د کورنيو توليداتو ارزښت ۸۲زرو۷سوو مليارډو يوانو ته رسېدلی چې له دوولسو زرو مليارډو امريکايي ډالرو سره برابر دی، دا شمېر د ۲۰۱۶ کال په نسبت ۶.۹ سلنه زيات شوی دی. د دغې ادارې مشر نينګ جي جه وويل، تېر کال د چين اقتصاد ثابت پرمختګ موندلی او د اټکلي نظريې په پرټله ډېر ښه و، د دې ترڅنګ د نړيوال اقتصاد په زياتوالي کې د چين اقتصادي خدمتونه هم مخ په زياتېدو دي.

ښاغلي نينګ جي جه وويل

(( مخکې د چين د اقتصادي پرمختګ په عمده توګه د صادراتو له لارې عملي کېده، اوس د صادراتو او وارداتو لخوا په ګډه هڅول کېږي. تېر کال د چين صادرات لس اعشاريه اته سلنه زيات شوي او واردات يې هم نږدې شل سلنه زيات شوي دي. د چين پرمختګ او سمسورتيا نه يوازې چينايانو ته ګټې رسولي، بلکې د نړيوال اقتصاد لپاره يې هم لا زيات خدمتونه ترسره کړي دي. تېر کال د نړيوال اقتصاد په پرمختګ کې د چين خدمتي اندازه کابو دېرش سلنه وه. ))

تېر کال د چين د اقتصادي زياتوالي اندازه له يو زرو دوو سوو مليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتې وه چې دغه شمېر په ۲۰۱۶ کال کې په ګرده نړۍ کې د ۱۴م هېواد له عمومي اقتصادي اندازې سره برابر و. تېر کال چين کې د غيرمنقولو شتمنيو په چارو کې پانګونه اوه اعشاريه دوه سلنه زياته شوې، د استهلاکي موادو د پرچون عمومي ارزښت لس اعشاريه دوه سلنه زيات شوی، دغه دواړه شمېرې د ۲۰۱۶ کال په نسبت ټيټې شوي، خو تېر کال د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت د ۲۰۱۶ کال په نسبت څوارلس اعشاريه دوه سلنه زيات شوی او په تېرو دوو کلونو کې د ټيټېدو حالت يې بدل کړی دی.

د توليد په برخه کې، تېر کال چين کې د غلودانو د ښو حاصلاتو کال و، مالدارۍ چارو يې ثابت پرمختګ کړی او صنعتي چارې او د تصديو ګټې يې هم د ګړندي پرمختګ په حال کې وې. د جونګ يوان بانک اقتصادي کارپوه وانګ جون په تېر کال کې له اټاکلې وړاندوينې څخه د چين اقتصادي پرمختګ د وتلو په هکله وويل، دا حالت په وروستيو دوو کلونو کې چين کې د عرضې جوړښت له دوامدارو اصلاحاتو سره تړاو لري. هغه وويل

(( د اومو موادو په برخه کې د اضافي توليدي توان په ليرې کېدو سره د عرضې او تقاضا ترمنځ توپيرونه تر ډېرې اندازې پورې کم شوي. دغه راز تصديو په ابتکاري توګه خپله زېرمه زياته کړې او د توليداتو بيې او د تصديو ګټې زياتې شوي، په عين وخت کې د مصرف او خدمت چارو هم د اقتصاد د ثابت پرمختګ لپاره ستر رول لوبولی دی. ))

د يادې شمېرې له مخې، تېر کال چين د نوښتي چارو په ساحه کې پرمختګ کړی دی. د چين د شمېرنې ادارې مشر نينګ جي جه وويل

((تېر کال ځينې نوې تکنالوژۍ او يوه ډله ستر علمي برياليتوبونه رامنځته شوي. د نويو توليداتو، روباټونو او نوې انرژۍ کاروونکو موټرونو زياتوالی له پنځوس سلنې څخه زيات و. ))

له اقتصادي پرمختګ سره د چينايانو د وګړيو ژوند ضمانت هم د پر له پسې ښه والي په حال کې دی. تېر کال په ښارونو او ولسواليو کې د وګړيو هر تن پر سر عايد اوه اعشاريه درې زيات شوی. په ښارونو او علاقه داريو کې د روزګار زيات شوی شمېر ۱۳مليونو ته ورسېد او د توکيو بيه هم ثابته وه. په عين وخت کې د وګړيو د مصرف جوړښت هم د بدلون په حال کې دی، تېر کال بهرنيو هېوادونو او سيمو ته د سيلانيانو شمېر ۱۲۹ مليونو ته رسېده، د فلمونو د ټيکټونو عمومي ارزښت له پنځوسو مليارډو يوانو څخه اوښتی او د عمومي ورزش اندازه پنځوس سلنې ته رسېده. خدمتي چارې د اقتصادي پرمختګ د هڅولو عمده حياتي ځواک ګرځېدلی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای