CRI Online

د امريکا د ملي دفاع د ستراتيژۍ په راپور کې د لويو هېوادونو تر منځ سياليو ته لومړيتوب ورکړل شوی

cri     (GMT+08:00) 2018-01-20 17:04:00

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د امريکا د ملي دفاع وزير جاميس ماتيس د جنورۍ په ۱۹مه نېټه د ملي دفاع د ستراتيژۍ په هکله راپور خپور کړ چې په کې د لويو هېوادونو تر منځ سياليو ته لومړيتوب ورکړل شوی، خو د ترهګرۍ ضد مبارزه به دومره مهمه نه وي.

راپور وايي چې د پنتاګون هدف په پيچيلي نړيوال امنيتي چاپيريال کې سيالي کول، ټينګول او برياليتوب تر لاسه کول دي. اوس د اوږدې مودې ستراتيژيکې سيالۍ يو ځل بيا رامنځته شوی چې د امريکا سمسورتيا او امنيت په وړاندی مرکزي ننګونې دي. راپور وايي چې چين او روسيې د سيالۍ عمده حريفان دي.

په راپور کې ويل شوي چې شمالي کوريا د امريکا نړيوال ګواښونه دي او شمالي کوريا د خپل ناقانونه عمل له امله د امريکا د توغنديو دفاع عمده هدف دی. داعش په عراق او سوريه کې ډېر خراب شوی، خو د ترهګرو ګواښونه لا هم شته.

دا د لسو کلونو راهيسې د ملي دفاع ستراتيژۍ په هکله د پنتاګون لومړی راپور دی. په امريکا کې د چين د سفارت وياند په همدې ورځ په دغه راپور کې د چين په اړوند د برخې په هکله وويل په اوسنۍ نړۍ کې سوله او پرمختګ عمده مضمون او د خلکو ګډې هيلې دي. که ځيني کسان د سړې جګړې او د همکارۍ په پريښودلو سره سيالۍ ته پاملرنه کوي، د دوی په سترګو کې نړۍ به له سياليو او مقابلو سره ډکه وي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای