د سين هوااژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين د دايمي پلاوي موقتي شارژدافير وو های تاو د جنورۍ په ۱۹مه نېټه له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز له لارې د افغانستان او د منځنۍ اسيا په سيمه کې د اقتصادي پرمختګ او د سيمه ايزې همکارۍ هڅونه وکړي.
وو های تاو په همدې ورځ د افغانستان مسئلې په هکه د وزيرانو په کچه د امنيت شورا په يوه پرانيستې غونډه کې وويل نړيواله ټولنه بايد له افغانستان سره د مرستې ژمنې پوره کړي او په دغه هېواد کې د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ ملاتړ وکړي. د امنيت شورا او د م م د عمومي اسامبلې د اړوندو پريکړه ليکونو له مخې بېلا بېلې خواوې بايد د ډېرې همکارۍ له لارې د ګډو ګټو تر لاسه کولو له روحيې سر سم د خلکو ګډ برخليک جوړ کړي او د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز او په نورو اړوندو سيمو کې د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ له لارې د افغانستان او د منځنۍ اسيا د اقتصادي پرمختګ او د سيمه ايزې همکارۍ هڅونه وکړي.
وو های تاو وويل بايد د سياسي خبرو اترو او جوړجاړي له لارې د افغانستان مسئلې د حل و فصل پرمخبوزي. په افغانستان کې بېلا بېلې خواوې بايد يووالی پياوړی کړي، د هيواد د دايمې ګټو او د خلکو د ګټو پر بنسټ په فعاله توګه د جوړجاړي په بهير کې برخمن وي. نړيواله ټولنه بايد د افغانستان د اړوندو خواوو تر منځ د خبرو اترو هڅونه وکړي او په دې چارو کې د هر ډول مرستو هرکلی وکړي.
هغه وويل نړيواله ټولنه بايد په افغانستان کې د امنيتي پوځ د جنګي توان د ابادۍ ملاتړ وکړي چې د دغه هيواد په خپله دفاعي توان پياوړی شي او په اغيزمنه توګه د ترهګرۍ، نړيوالو جرمونو او د نشه يي موادو د قاچاق په شمول له ګواښونو سره مقابله وکړي.
د افغانستان د راتلونکې يادونې په وخت کې وو های تاو وويل د سيمه ايز اقتصاد د پرمختګ په بهير کې ګډون کول د افغانستان د سولې او بيا رغونې اخري لاره ده.د منځنۍ اسيا هېوادونه د افغانستان ګاونډي هېوادونه دي او د سيمه ايز پرمختګ مسئلو په برخه کې ګډې ګټې لري. د افغانستان پرمختګ د دې سيمې له ملاتړ او مرستو څخه نشي جلا کېدای او د دې سيمې سمسورتيا د افغانستان د اقتصادي ابادۍ سره هم اړيکې لري. په دې سيمه کې ثبات او پرمختګ د افغانستان او د ګاونډيو هېوادونو له ګډو ګټو سره سمون لري. چين هيله لري چې اړوندې خواوې سره همکارۍ پياوړې کړي او د سيمه ايزې سولې او سمسورتيا لپاره ګډې هڅې وکړي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |