CRI Online

روسيې پر امريکا انقاد وکړ چې د نړيوالو مسئلو حلولو په ترڅ کې د همکارۍ نظريې نه لري

cri     (GMT+08:00) 2018-01-20 18:32:00

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي سلاکار دميتري پيسکوف وويل امريکا د سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو حلولو په برخه کې د همکارۍ نظريې نه لري.

د تاس اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکې ويلي وو روسيه د کوريا ټاپووزمې د ذروي مسئلې له حل و فصل سره بيخي مرسته نه کوي. په دې هکله پيسکوف وويل روسيې د سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو حلولو په ترڅ کې له امريکا څخه د همکارۍ کولو غوښتنه وکړه، خو د روسيې په اند امريکا په دې برخه کې د همکارۍ نظريه نه لري.

پيسکوف وويل روسيې د کوريا ټاپووزمې د ذروي مسئلې په هکله د جنوبي او شمالي کوريا تر منځ د خبرو اترو بهير د پيل هرکلی کوي. د روسيې په نظر دا ډېر مهمه ده چې دجنوبي او شمالي کوريا تر منځ د مستقيمو خبرو اترو تر سره کولو په حال کې هغه عمل او نظريې بايد مخه ونيول شي چې د دغو خبرو اترو ضعيف چاپيريال لاپسې خراب کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای