CRI Online

د افغانستان په پلازمينه کابل کې پر انټرکانټيننټل هوټل وسله وال بريد کې ۱۱ تنه وژل شوي

cri     (GMT+08:00) 2018-01-21 16:16:32

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،افغان پوليسو د جنورۍ په ۲۱مه نېټه خبريالانو ته وويل چې پر ځايي وخت د همدې ورځې سهار تر ۱۱بجو ۳۰ دقيقو په پلازمينه کابل کې پر انټرکانټيننټل هوټل د وسله وال بريد له امله د بريدګر نه پرته لږ تر لږه ۱۱ تنه وژل او ۲۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش وويل چې امنيتي ځواکونو څه نا څه ۱۰۰ تنه وګړي ژغورلي دي.ياد وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د بريد پر مهال په هوټل کې د بېلا بېلو ولايتونو د چارواکو يوه غونډه کېده چې د معلوماتي ټېکنالوژۍ په تړاو وه.په ياده اعلاميه کې ويل شوي چې بريدګر له وسلو سره د هوټل پخلنځي ته په ننوتلو توانيدلي وو.

د خبر له مخې،د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې لاهم روانې دي.د کابل د پوليسو په قول د وسله والو له خوا څو تنه يرغمل شوي او څو تنو ته مرګژوبله اوښتې ده.

په افغانستان کې د چين سفارت د روانې مياشتې د ۲۱مې نېټې په سهار خبر ورکړ چې د بېلا بېلو خواوو تر پلټنې وروسته د چينايانو د مرګژوبلې په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.تر اوسه پورې هېڅ ډلې يا هېچا د دې پېښې پړه پر غاړه نده اخيستې.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای