CRI Online

روسيې د امريکا هغه نيوکې ردې کړې چې سوريې له کيمياوي وسلو څخه استفاده کوي

cri     (GMT+08:00) 2018-01-21 16:18:42

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د روسيې د دفاع وزارت د جنورۍ په ۲۰مه نېټه د امريکا هغه نيوکې ردې کړې چې سوريې له کيمياوي وسلو څخه استفاده کوي.

د خبر له مخې،د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند د روانې مياشتې په ۱۹مه نېټه وويل چې روسيې تر خپلې وسې پورې د سوريې د ولسمشر بشر الاسد رژيم ساتلی کوم چې په پر له پسې توګه يې  له کيمياوي وسلو څخه استفاده کړې او کوي يې.د روسيې د دفاع وزارت خبر ورکړ چې د امريکا دغه خبر نه شو تائيدولی.امريکا تر بې شرط نيوکې مخکې حتې په نړيوال ډګر کې د نورو هېوادونو له غندنې مخکې بايد د کيمياوي وسلو د مخنيوي تړون د پلي کېدو په برخه کې يوه بېلګه جوړه کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای