د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د الجزاير د بهرنيو چارو وزير عبدالقدر مېساهېل د جنورۍ په ۲۱مه نېټه وويل، د مديترانې سمندر په غاړه هېوادونه بايد همکاري ټينګې کړي چې په ګډه سره د غيرقانوني مهاجرت مسئله حل کړي.
مېساهېل په همدې ورځ د لوېديځ مديترانې سمندر د ۱۰ هېوادونو د خارجه وزيرانو د غونډې وروسته په مطبوعاتي غونډه کې وويل، يوازې د پرمختګ د چټکولو او د بېوزلۍ او بې کارۍ د له منځه وړلو په وسيله د بېلابېلو خواوو د غير قانوني مهاجرت مسئله حل کېدای شي. هغه له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې خبرې پيل کړي او تر لاسه شوي موافقې پلی کړي.
د لوېديځ مديترانې سمندر د ۱۰ هېوادونو د خارجه وزيرانو غونډه په ۲۱مه نېټه د الجزاير په پلازمېنه الجزيره کې پرانيستل شوه چې پکې د اقتصادي ټولنې د داومدار پرمختګ او ګډو ستونزو په اړه بحث شوی دی.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |