د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د عراق سترې محکمې د جنورۍ په ۲۱مه نېټه حکم وکړ،د پارلماني ټاکنو وخت چې د اساسي قانون لخوا ټاکل شوی، نه بدلېږي. په دې توګه ښايي د دغو ټاکنو وخت د ځنډېدو په اړه د بېلا بېلو سياسي ډلو ترمنځ اختلاف پای ته ورسېږي.
د دې محکمې وياند په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د پارلمان د غوښتنې پر بنسټ، دوی د اساسي قانون د ۵۶ مادې له مخې حکم کړی چې بېلا بېلې خواوې بايد په دې ماده کې د پارلماني ټاکنو د ټاکل شوي وخت مراعات وکړي.
په دې ماده کې راغلي، د پارلمان ټاکنې بايد د اوسني پارلمان د ماموريت مودې د ختمېدو څخه ۴۵ ورځې مخکې ترسره شي. د عراق د اوسني پارلمان د ماموريت موده به د راتلونکې جولای په لومړۍ نېټه ختمه شي، نو ټاکنې يې بايد د راتلونکې مې له ۱۶مې مخکې ترسره شي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |