CRI Online

ترکيې د سوريې په افرين سيمه کې ځمکنی پوځي عمليات پيل کړل

cri     (GMT+08:00) 2018-01-22 10:52:25

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې لومړي وزير بيلاني يلدريم د جنورۍ په ۲۱مه نېټه په استانبول کې وويل، د ترکيې پوځ د سوريې ازاد پوځ په نوم د سوريې رژيم له مخالفې وسلوالې ډلې سره په همدې ورځ د سوريې سرحد ته ننوتلي، له دې څخه ښکاري چې ځمکني پوځي عمليات په رسمي توګه پيل شوي دي.

د ترکيې د لوی درستيز رياست په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د ترکيې پوځ او د سوريې يادې وسلوالې ډلې د سوريې په افرين سيمه کې پنځه کيلومتره دننه داخل شوي. دوی به په افرين سيمه کې د کردانو او داعش پر ۱۵۳ موخو عمليات ترسره کړي.

په همدې ورځ د ترکيې NTV ټلويزيون خبر ورکړ، د ترکيې په ريهانلی ښار باندې د سوريې لخوا د توغنديو بريد وشو. د دې ښار ښاروال خبريالانو ته وويل، درې توغندي له سوريې څخه پر دې ځای راتوغول شوي او له امله يې يو تن مړ او ۳۲ تنه نور ټپيان شوي دي. ځيني کورونه او موټرونه هم ويجاړ شوي دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای