CRI Online

ايران له ترکيې څخه غوښتنه وکړه چې په سوريه کې پوځي عمليات بند کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-01-22 14:26:22

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزارت د جنورۍ په ۲۱مه نېټه د اعلاميې په خپرولو سره وويل، هيله ده چې ترکيه سمدلاسه د سوريې په افلين کې پوځي عمليات بند کړي تر څو د سوريې شمال وضعيت له دې نور زيات خړپړ نه شي. ايران اوس په سوريه کې د ترکيې پوځي عمليات له نژدې څاري.

د ايران بهرنيو چارو وزارت وياند قاسمي په ياده اعلاميه کې ويلي، چې ايران دا غواړي چې د سوريې خاوره بايد بشپړه وي او د حاکميت يې بايد احترام وشي.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان په ۲۰مه نېټه ويلي وو، له ترکيې سره ګډه پوله لرونکې د سوريې په شمال لوېديځې سيمه افلين کې د ترکيې پوځ عمليات پيل کړي دي تر څو پر کردي وسلوالو بريد وکړي. د عمومي تحليل له مخې، د کرديانو په شمول د پولې امنيتي پوځ، چې په دې وروستيو وختونو کې په سوريه کې د امريکا لخوا جوړ شوی، د ترکيې د يادو پوځي عملياتو عمده لامل دی.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای