CRI Online

د چين د انسان وړونکو کيهاني چارو نوی پيل

cri     (GMT+08:00) 2018-01-22 15:16:10

روان کال د چين ولسي ازادي بښونکي پوځ د کيهانوردانو ډلې له جوړېدو څخه شل کاله تېر شوي دي .په تېرو شلو کلونو کې شپږ ځله کيهاني دندې يې په برياليتوب سره تر سره شوې او يوولس تنه کيهانوردان په وار سره کيهان ته داخل شوي دي.که څه هم دوی ډېر برياليتوبونه تر لاسه کړي، خو مغرور شوي نه دي او په زړه ورتوب سره له نويو ننګونو سره مقابله کوي.

(اواز.........) د لومړي ځل لپاره به د انسان وړونکې بېړۍ د چلولو دنده تر سره کړم.چمتو يم ! د چين ولسي ازادي بښونکي پوځ ، مهرباني وکړئ چې هدايت را وکړئ.

د ٢٠٠٣ کال د اکتوبر د ١٥مې نيټې د سهار په نهو بجو د شن جو پنځم نمبر په نوم د انسان وړونکې بېړۍ چې پکې د چين کيهانورد يانګ لي وي و، د چين د جيو چوان د سپوږمکيو د توغولو له مرکز څخه وتوغول شوله او ور څخه څرګنده شوه چې چين تر پخواني شوروي اتحاد او امريکا وروسته هغه درېيم هېواد وګرځېد چې انسان يې کيهان ته ليږلی و.د چين د انسان وړونکې کيهانۍ پروګرام د دفتر مرستيال يانګ لي وي د يادې الوتنې د يادونې په ترڅ کې وويل(اواز........) له لومړۍ الوتنې څخه څوارلس کاله تېر شول.د دې الوتنې له امله کيهان ته د چيني ملت د ننوتلو خوب رښتيا شو.کله چې کيهان ته ننوتلې وم او انسان وړونکې بېړۍ له راکټ څخه جلا شوه، پر هېواد او ملت مې ډېر ووياړېدم.

په ٢٠١٦ کال کې د شن جو يوولسم نمبر په نوم انسان وړونکې بېړۍ چې پکې کيهانوردان جينګ های پنګ او چن دونګ وو،له همدې مرکز څخه فضا ته وتوغول شوله .جينګ های پنګ وويل چې په هغه وخت کې يې د سندرې په ويلو سره پر کيهانوردۍ دندې او مسئوليت ډېر ووياړېده.هغه وويل (اواز........) ؛خپل ملي بيرغ مې په ډېر لوړ غرور او اوچته غاړه رپيږي او د برياليتوب اوازونه دومره جګ دي . د خپل ګران وطن د سمسورتيا لپاره سندره وايو؛له حرکت څخه د توغولو تر ځای پورې مو دغه سندره ويله او پردې ډېر وياړېدم چې د درېيم ځل لپاره مې د الوتنې دنده تر سره کړه.

په تېرو ١٣ کلونو کې د کيهانورد يانګ لي وي او جينګ های پنګ په شمول يوولس تنه کيهانوردان کيهان ته داخل شوي چې د اته شپېتو ورځو او شپو لپاره هلته پاتی شول او سل علمي ازموينې يې تر سره کړې.خو د ليدو وړ لاسته راوړنو تر شا چيني کيهانوردانو ډېرې هلې ځلې وکړې. د چين لومړي کيهانوردې ليو تيان يانګ داسې وويل(اواز.......) لومړی ځل مې د ګرځنده څوکۍ په وسيله د ازموينې د پيل په لومړيو پنځو دقيقو کې ناراحته وم چې دې حالت را ته ضربه را کړه ،خو ټينګ هوډ مې درلود چې په دې ازموينه کې بری ومومم.

انسان وړونکې کيهانوردي الوتکه په نړۍ کې له تر ټولو خطرناکو مسلکونو څخه يوه ده.تر اوسه پورې له څه باندې پنځه سوه څلوېښتو تنو کيهانوردانو څخه ٢٧ تنه د الوتنې دندې د تر سره کېدو په بهير کې يا د ازموينې په ترڅ کې مړه شوي دي ،خو چيني کيهانوردانو په پر له پسې توګه په دې برخه کې ننګونې او ستونزې ليری کړي دي .کيهانورد جينګ های پنګ وويل چې د هرې الوتنې تر برياليتوب وروسته نوې لويه ننګونه رامنځته کيږي .يوازې هر ځل د ستونزو د ليري کولو لپاره تياريانې ونيسم، په ښه توګه به خپله دنده تر سره کړم. هغه وويل(اواز..........)هر ځل مې د دندې تر سره کېدو وروسته فکر کاوه چې بايد د راتلونکې دندې او خوب پر وړاندې بايد پوره تياريانې ونيسم .

د روان کال د جنوري په څلورمه نېټه د چين د ولسي ازادي بښونکي پوځ د کيهانوردانو ډلې د جوړېدو له شلمې کاليزې سره برابره وه.يوولسو کيهانوردانو سوګند ياد کړی او خپلې دندې ته به لا په وياړ دوام ور کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای