د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اوکراين د بهرنيو چارو وزير پاولو کليمکن د جنورۍ په ۲۱مه نېټه دا خبر تاييد کړ چې د دې هېواد ۶ تنه اتباع د افغانستان د پلازمينه کابل د انټرکانټيننټل هوټل په بريد کې وژل شوي دي.
د مالوماتو له مخې، دغه شپږ اوکراينيان د اوکراين د يو هوايي شرکت کارکوونکي وو. کليمکن په خپل twitter کې ويلي، د اوکراين ډيپلوماټان کابل ته رسېدلي او د دې بريد په اړه د افغانستان له اړوندې ادارې څخه د مالوماتو په تر لاسه کولو بوخت دي.
د جنورۍ د ۲۰مې نېټې په شپه، ۴ طالب اورپکو پر ياد هوټل بريد وکړ چې له امله يې د بريدګرو په شمول ۲۲ تنه وژل شوي دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |