CRI Online

د چين د هوا پېژندنې شمېرنه په ډېرو ډګرونو کې استعمالېږي

cri     (GMT+08:00) 2018-01-22 14:52:09

اقتصادي ورځپاڼې خبر ورکړ، خبريال د چين د هوا پېژندنې ادارې څخه معلومات واخيستل، چې له ۲۰۱۵ کال راهيسې څه د پاسه دوه لکه کسان د چين د هوا پېژندنې د شمېرنې ويبسايټ استعمالوي، د کتنې شمېر له ۱۷۰ مليونو څخه زيات دی، د شمېرنې فرمايش تر مليونو زيات دی چې د چين د تکنالوژۍ سرچينې شريکول په ۲۳ ورته ويبسايټونو کې لومړی ځای نيسي. د هوا پېژندنې شريکولو شمېرنه د څه د پاسه دوو زرو څېړنيزو سازمانونو او ۶۰۰ تصديو لپاره ګټوره ده چې تصديو ته د يو مليارد او ۲۰۰ مليونو يوانو په ارزښت ګټه رسولې ده.

تر اوسه پورې د چين د هوا پېژندنې د شمېرنې ويبسايټ د ځمکې، هوا، د هوا پېژندنې سپوږمکۍ او د هوايي رادار په شمول ۱۲ عمومي رازونه ۱۰۷۳ قسمه د هوا پېژندنې بنسټيز معلومات توليدات شريکوي او د هوا پېژندنې په وسيله د ناورين مخه نيول او ټيټول، د هوا پېژندنې په برخه کې يو کمربند او يوه لاره، په چينګ زانګ لوړه کې د فضا څېړنه او داسې نور د شمېرنې محتويات لري.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای