CRI Online

د روسيې خارجه وزير: د امريکا هدف، چې پر روسيې د فشار په وسيله د روسيې ديپلوماتيکي پاليسي بدله کړي، تر سره به نه شي

cri     (GMT+08:00) 2018-01-22 15:43:37

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د سوداګرانو ورځپاڼې د روسيې د خارجه وزير سېرګې لاؤروف د خبر په حواله وويل، چې روسيه به په خپله ديپلوماتيکه پاليسي کې بدلون را نه ولي حتی که امريکا پر روسيې باندې فشار هم راوړي.

لاؤروف وويل، د روسيې ديپلوماتيکه پاليسي په دې هېواد کې له ډېر ملاتړ څخه برخمنه ده. امريکا غواړي د روسيې پر غوره شخصيتونو او سوداګرانو باندې د فشار راوستلو په وسيله د روسيې ديپلوماتيکه پاليسي ته بدلون ورکړي، خو ياد هدف به نتيجه ور نه کړي. هغه وويل، مسکو هيڅکله مقابله نه غواړي، نو پر روسيې د امريکا بنديزونه مناسب لامل نه لري او هدف به يې تر سره نه شي.

ټرمپ د تېر کال د اګست مياشتې په ۲مه نېټه د روسيې، ايران او شمالي کوريا په وړاندې بنديز لايحه لاسليک کړه. د دې لايحې له مخې، امريکا به د روسيې پر اړوندو شخصيتونو او تصديو بنديزونه ولګوي له دې امله چې په ۲۰۱۶ کال کې د امريکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې او د اوکراين په بحران کې د روسيې لاسوهنه وه.

د روسيې رسنيو خبر ورکړ چې امريکا به په دې وروستيو وختونو کې پر روسيې نوي بنديزونه ولګوي چې ښايي د روسيې په لوړو پوړو نژدې د ۵۰ سوداګرانو او خپلوانو په اړه وي. د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ډېر ځله ويلي دي چې که امريکا پر روسيې باندې نوي بنديزونه ولګوي، روسيه به د مجبوريت له مخې ورته عمل تر سره کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای