د سينهوا اژانس د خبر له مخې د عراق ولسمشر فواد معصوم د روانې مياشتې په ٢٢مه نېټه منظور کړی چې د می په ١٢مه نېټه به د نوې دورې پارلمان ټاکنې تر سره شي.
نوموړي په همدې ورځ په يوه لنډه اعلاميه کې ويلي چې د دې هېواد د نوې دورې پارلماني ټاکنې به د ٢٠١٨ کال د می په ١٢مه نېټه تر سره شي.
د دې هېواد د اساسي قانون له مخې د هرې دورې پارلمان د ماموريت موده څلور کاله ده او د پارلماني ټاکنو وخت د عراقي حکومت او د ټاکنو د خپلواکې کميټې له خوا ټاکل کيږي او په پارلمان کې تر تصويبېدو وروسته د ولسمشر له خوا منظور کيږي .(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |