CRI Online

د ليبريا نوي ولسمشر لوړه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-01-23 09:23:10

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ليبريا نوي ولسمشر جورج ويعا د روانې مياشتې په ٢٢مه نېټه په پلازمينه مونرويا کې د اس کي ډي په نوم  سپورټي ميدان کې لوړه وکړه.

ويعا د لوړې په مراسمو کې وويل چې د ده د ماموريت په موده کې به تر خپلې وسې پورې هڅې وکړي تر څو حکومتي کړنې د خلکو له هيلو سره سمون ولري.

نوموړي له هغو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو څخه ډېره مننه څرګنده کړه چې له خپل هېواد سره يې مرستې او ملاتړ کړی دی او ويې ويل چې له بېلا بېلو هېوادونو سره به د دوستانه اړيکو ټينګښت ته دوام ور کړي.

د چين د دولت رئيس ځانګړي استازې او د چين د روغتيا او ولادت کميټې مسئولې لي بين په دې مراسمو کې ګډون وکړ.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای