CRI Online

له فلسطيني کډوالو سره د م م مرستندويه اورګان د پيسو راغونډولوفعاليت تر سره کړ

cri     (GMT+08:00) 2018-01-23 09:23:49

د سينهوا اژانس د خبر له مخې له فلسطيني کډوالو سره د م م د مرستې پروګرام څانګې د روانې مياشتې په ٢٢مه نېټه د پيسو راغونډولو فعاليت تر سره کړی تر څو د امريکا له خوا د مرستندويه پيسو د کمولو له امله له سخت ماليي حالت سره مقابله وکړي.

د دې څانګې مسئول په همدې ورځ په غزه کې يوه خبري ناسته کې وويل چې د امريکا د پرېکړې له امله دغه څانګه له بې ساری بحران سره مخامخ ده،نو د پيسو راغونډولو فعاليت يې تر سره کړی دی.هغه زياته کړه چې دغه څانګه به تر خپلې وسې پورې د فلسطيني کډوالو لپاره د لازياتو حقونو د تر لاسه کولو لپاره هڅې وکړي .د اردن سيند په لويديځه غاړه،غزه، اردن، سوريې او لبنان کې د دوی کارونه به دوام ولري تر څو د فلسطيني کډوالو مسئله په عادلانه توګه حل شي.( غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای