د سينهوا اژانس خبر ورکړ، د سوريې خبري اژانس د خبر له مخې، د جنورۍ په ۲۲مه نېټه د سوريې د پلازمېنې دمشق په ختيځ کې د موټرو پر يوې اډې راکټي بريد و شو چې پکې ۹ ملکيان وژل شوي او ۲۱ تنه ټپيان شوي دي.
د دمشق د پوليسو ادارې خبر ورکړ، چې په ۲۲مه نېټه د دمشق په ختيځ ګوتا کې د حکومت ضد وسلوالو د دې ښار ختيځې سيمې باندې څو راکټونه وويشتل. له دې څخه يو راکټ د موټرو په اډه ولګېد او نور راکټونه په کوڅو کې ولګېدل چې موټرونه او تأسيسات يې ويجاړ کړي دي.
د خبر له مخې، په غبرګون کې د سوريې پوځ په همدې ورځ د يادو وسلوالو پر مرکز بريد وکړ.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |