د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جنورۍ په ۲۲مه نېټه د فلسطين په غزه سيمه کې ټولو تصديو له دې امله اعتصاب وکړ چې د اسرائيلو د داومدارو بنديزونو په اثر په غزه سيمه کې اقتصادي وضعيت زيات خړپړ شوی دی.
په غزه سيمه کې د تصديو د خاوندانو د ټولنې مشر په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې زموږ اقتصاد سقوط کړی او زموږ کارګران خپل ژوند نه شي کولی. موږ نه شو ليدلی چې ملکيان، سوداګران، کسبګر او فارغ التحصيلان مو ګدايګران وګرځي! ياد مسئول له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې پر اسرائيلو فشار راوړي تر څو د غزې ټول بندرونه پرانيزي.
د غزې سيمې د سوداګريزې ټولنې د شمېرنې له مخې، په غزه سيمه کې، چې دوه مليونه کسان ژوند کوي، د بې کارۍ اندازه پکې ۴۶ سلنه نيسي او د بېوزلۍ او فقر اندازه ۶۵ سلنه نيسي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |