د سينهوا اژانس د خبر له مخې پاکستاني اقتصادپوه او د راوالپنډۍ د سوداګريزې ټولنې د بورډ کميټې غړي شمايل داود په دې وروستيو ورځو کې له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې په اسيايې بنسټيزو تاسيساتوکې د پانګونې بانک د جوړېدو له دوو کلونو راهيسې د ځايي سيمو اقتصاد پرمختګ کړی دی.
هغه وويل چې دغه بانک د انرژۍ،د برېښنا توليدولو،د مالونو د ليږد راليږد،مخابراتو،په کليوالو سيمو کې د بنسټيزو تاسيساتو،کرنيز پرمختګ ،د اوبو برابرولو، روغتيا او د چاپيريال ساتنې په شمول له غوره پروژو څخه د پيسو ملاتړ کړی چې له امله يې د سيمو ترمنځ تګ راتګ زيات شوی دی.
نوموړی په دې اند دی چې په بېلا بېلو اسيايي هېوادونو او سيمو کې د بنسټيزو تاسيساتو د جوړونې سويه بېله ده،نو زيات بازاري امکانات شته دي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |