CRI Online

نړيوال پولي صندوق د راتلونکو دوو کلونو لپاره د نړيوال اقتصاد د زياتوالي وړاندوينه ۳.۹ سلنه ټاکلې ده 

cri     (GMT+08:00) 2018-01-23 15:59:58

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، نړيوال پولي صندوق د جنورۍ په ۲۲مه نېټه د سويس په داوس کې د نړيوال اقتصاد د وړاندوينې راپور خپور کړ چې له مخې يې د ۲۰۱۸ کال له پيل راهيسې، نړيوال اقتصاد ګړندی پرمختګ موندلی. نو دغه صندوق د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو لپاره د نړيوال اقتصاد د زياتوالي وړاندوينه درې اعشاريه نهه سلنه اټکل کړې چې د پخوا په نسبت صفر اعشاريه دوه سلنه زياته شوی. د چين اقتصاد به لا هم د ثابت پرمختګ په حال کې وي.

دا لومړی ځل دی چې نړيوال پولي صندوق په داوس کې دغه راپور خپور کړ. د دې سازمان مشرې کريسټينا لګردی د نړيوال اقتصاد فورم په مطبوعاتي مرکز کې يوه خبري ناسته کې وويل

((له ۲۰۱۶ کال څخه د نړيوال اقتصاد د پرمختګ سرعت ګړندی شوی. له ډېرو نښو څخه ښکاريږې چي د نړيوال اقتصاد زياتوالی به په روان او راتلونکي کال کې لا لوړ شي. ))

په دې راپور کې راغلي، نړيوال پولي صندوق د راتلونکو دوو کلونو لپاره د نړيوال اقتصاد زياتوالی لوړ ښودلی، په عمده توګه يې د پرمختللو هېوادونو اقتصادي حالات تر نظر لاندې نيولي، مثلا د امريکا د مالي اصلاحاتو او د اړوندو مالي تګلارو په اثر به د دې هېواد اقتصاد وهڅول شي. په دې راپور کې اټکل شوی چې په راتلونکو دوو کلونو کې به د پرمختللو هېوادونو اقتصادي زياتوالی له ۲سلنې زيات شي، د ۲۰۱۸ کال لپاره د امريکا د اقتصادي زياتوالی په اړه پېشګويي له دوه اعشاريه درې سلنې څخه دوه اعشاريه اووه سنلې ته لوړ ، د ۲۰۱۹ کال لپاره له يو اعشاريه نهه سلنې څخه دوه اعشاريه پنځه سلنې ته لوړ شوی. په دې راپور کې دې ته اشاره شوې چې د امريکا اقتصادي پرمختګ ښايي تر ۲۰۲۰ کال پورې دوام ولري.

د نويو اقتصادي بازارونو او پرمختيايي هېوادونو د اقتصادي پرمختګ په اړه د دې راپور وړاندينه څرګند بدلون نه شته چې له مخې به يې د اسيا د نويو اقتصادي بازارونو او چين اقتصادي زياتوالی کابو شپږ اعشاريه پنځه سلنه وي. د نړيوال اقتصاد په پرمختګ کې د دې سيمې خدمت له نيمې برخې زيات وي. د نړيوال پولي صندوق د څېړنيزې ادارې مشر موری اوبوستفرد په ياده خبري ناسته کې وويل، که څه هم د چين د اقتصادي پرمختګ سرعت د پخوا په نسبت ورو شوی، خو چين لا هم د نړيوال اقتصاد د زياتوالي عمده ځواک دی. هغه وويل

(( که څه هم چين له ننګونو سره مخ دی، زموږ په اند، چين لا هم د نړيوال اقتصاد د زياتوالي عمده ځواک دی.))

راپور خبرداری ورکوي چې نړيوال اقتصاد لا هم له ننګونو سره مخ دی. د لنډې مودې له لحاظه، اوسنې يوه ننګونه په ګرده نړۍ کې د سرمايې د راغونډېدو شرايط به له نرم څخه تنګ ته وګرځي. د اوږدې مودې لپاره، په ګرده نړۍ کې د پولي حالت د تنګېدو له امله به د پانګو پر انتقال منفي اغېزه کولای شي او د مالي چارو ستونزه به رامنځته شي. په دې راپور کې له دغو ننګونو سره د مقابلې په اړه وړانديزونه شوي چې بايد د توليدي توان د لوړتيا ترڅنګ د پولي چارو د نظارت پياوړتيا په شمول يو لړ اغېزمن تدبيرونه ونيول شي.

په دې راپور کې پر دې ټينګار شوی چې د ګردې نړۍ هېوادونه خپلمنځي همکاری پياوړې او څواړخيز کوښښونه ترسره کول ډېر مهم دی. د نړيوال پولي صندوق مشرې کريسټينا لګردی د داوس د سږني فورم په عنوان کې د شريکولو نظريې په اړه وويل

((شريکول يعنې په ګډه نړيوالې دندې پر غاړه اخيستل دي. موږ ځواکمنې نړيوالې همکارۍ ته اړتيا لرو چې له ګډو هغو ننګونو سره مقابلې وکړو، لکه د فساد پر ضد مبارزه، د نړيوالې سوداګرۍ نظام بشپړتيا، د اقليمي بدلون مخنيوی او داسې نور. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای