CRI Online

د چين صدر اعظم د يوې غونډې په مشرۍ سره د کارپوهانو او د تصديو خاوندانو وړانديزونه او نظرونه واورېدل.

cri     (GMT+08:00) 2018-01-24 15:24:36

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جنورۍ د ۲۲مې نېټې تر غرمې وروسته د چين کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د سياسي بيورو د دايمي کمېسيون غړي او صدر اعظم لي که چيانګ د يوې غونډې په مشرۍ سره د حکومت د کاري راپور په اړه د کارپوهانو او د تصديو خاوندانو نظرونه او وړانديزونه واورېدل. مرستيال صدر اعظم جانګ ګاو لي او د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو د دايمي کمېټې غړي او مرستيال صدر اعظم وانګ يانګ هم په دې ناسته کې ګډون درلود.

په دغه غونډه کې برخه والو دغه ګډ نظر څرګند کړ چې د چين اقتصاد د ثابت پرمختګ تمايل د ساتلو شرايط او توان لري. په بېلا بېلو ساحو کې تيزې سيالۍ ليدل کېږي او د عامو خلکو لخوا د خپلو چارو پرانيستل او نوښتونه خدمتي چارو ته چټک پرمختګ ورکوي. دغه راز استخدامي فرصتونه هم په ثابته توګه د زياتېدو په حال کې دي.

صدر اعظم لي که چيانګ له برخه والو سره د نظريو تبادله وکړه او له اړوندو څانګو څخه يې غوښتنه وکړه چې د برخه والو نظرونه او وړانديزونه په جدي توګه وڅېړي. هغه زياته کړه چې په تېر کال کې د چين اقتصاد د وړاندوينې په پرتله ثابت او ښه پرمختګ کړی دی. نه يوازې عمومي اندازې يې ستر زياتوالی موندلی، بلکې په جوړښت او کيفيت کې يې ښه والی پيدا شوی دی. خو زموږ په وړاندې ستونزې او ننګونې لا تر اوسه زياتې دي. موږ بايد دې ته کافي پاملرنه وکړو، د چين د کمونېست ګوند د ۱۹م ملي کانګرس اړوندې روحيې دې پلې کړو، د نوې زمانې لپاره د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د ملګري شي جين پينګ د افکارو په لارښوونې سره دې د ثبات ساتلو تر څنګ پرمختګ ومومو، د عرضې له اړخ جوړښتي اصلاحات دې ژور کړو، په مناسبه او ښه توګه دې د عمومي کنټرول فرصت، وخت او قدم وکاروو، د کيفيت په لوړوالي سره دې د اصلاحاتو او ورخلاصون نوی حالت ومومو او نوي ګامونه دې پورته کړو.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای