CRI Online

د فعاليت دوو کلونو په موده کې د اسيايي بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک لاسته راوړنې

cri     (GMT+08:00) 2018-01-24 16:46:17


د اسيايي بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک چې د ۲۰۱۶کال د جنورۍ په ۱۶مه نېټه په رسمي توګه پرانيستل شو، دوه کاله مزل کړی. په تېرو دوو کلونو کې يې د ۱۲ هېوادونو د بنسټيزو تاسيساتو په ۲۴ پروژو کې پانګونې کړې او د ليدو وړ لاسته راوړنې يې تر لاسه کړي دي، او د غړو شمېر يې له ۵۷ څخه ۸۴ ته رسيدلی دی.

د تېر دسمبر په نيمايي کې د اسيايي بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک مديره کميټې په دې بانک کې د کوک ټاپوګانو، وانواتو، بلاروس او اکوادور غړيتوب د منلو اعلان وکړ، دغه راز د دې بانک د غړو شمېر د جوړېدو له ۵۷ څخه ۸۴ ته رسيدلی. د نوموړي بانک د غړيو د زياتوالي په اړه، د چين د عصري نړيوالو اړيکو څيړنيز انستيتيوت څيړوونکې چن فنګ ينګ وويل،

(( د غړيتوب غوښتونکي خپل فکر لري، فرصت ، زما په اند دا لومړی لامل دی. د بنسټيزو تاسيساتو پانګونه ډېره لويه برخه ده، په تيره بيا په اسيا کې د بنسټيزو تاسيساتو پانګونې ډېرې زياتې دي، اړتياوې هم زياتې دي. د چين له خوا د يو کمربند او يوې لارې د غوښتنې په رڼا کې به فرصتونه لا زياتيږي. ))

له جوړېدو وروسته په دوو کلونو کې د اسيايي بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک ټولې پروژې د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ په برخه کې وې. د تېر کال د دسمبر په ۱۱مه نېټه، نوموړي بانک اعلان وکړ چې د چين لومړۍ پروژه يې په بېجينګ کې پرته ده، د طبيعي ګازو د نل ليکو د ابادۍ په پروژه کې به دوه سوه پنځوس مليونه امريکايي ډالره پور برابر کړي. په عين وخت کې يې د هند د مېترو پروژه او د امان د نوري فايبر انټرنيتي شبکې پروژه هم تصويب کړې ده.

د شمېرنې له مخې، په تېرو دوو کلونو کې د اسيايي بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک په دوولسو هېوادونو کې د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ د څليرويشتو پروژو لپاره له څلور مليارډ دوه سوه مليونو امريکايي ډالرو نه زيات پورونه برابر کړي دي. په دې پروژو کې د بېوزلو د استوګنځايونو بدلون، د سيلاوونو مخنيوی، د طبيعي ګازو د نل ليکو ابادي، د پخو عمومي سړکونو او کليوالو فرعي سړکونو بشپړوالی، د بروډبند انټرنيتي شبکه او بريښنايي سيستم شامل وو. چن فنګ ينګ پر دې ټينګار وکړ چې د بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک د څلور مليارډ دوه سوه مليونو امريکايي ډالرو پورونو له لارې له شل مليارډو ډالرو نه زياتې د عامو او شخصي ارګانونو پانګې راټول کړې، برياليتوبونه يې د ليدو وړ دي.

((د بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک له نړۍ څخه ګټورې تجربې زده کړې، د بېلګې په توګه د حکومتي او ټولنيزو پانګو ترمنځ همکاريز موډل، يعنې دغه بانک يوازې څلور مليارډه او دوه سوه مليونه امريکايي ډالره پانګه لري، خو په پايله کې يې شل مليارډه امريکايي ډالره پانګه راغونډه کړې، نړيوال بانک هم د رافعې عمل کوي، خو په دې برخه کې د بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک لا ښه کار کوي. ))

د پام وړ معلومات دا دي چې په ۲۰۱۷ کال کې د بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک د موډي سازمان، د اسټاندارد او پورس سازمان، د فيچ رېټينس سازمان په شمول د درجه بندۍ د دريو لويو نړيوالو ارګانونو له خوا د درې A په کچه تاييد شوی، او د بانکدارۍ له باسيل کميټې څخه يې د خطر نشتوالی مشخص شوی. دغه راز د بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې د بانک په اړه د نړيوالو پانګه اچوونکو باور ټينګ شوی.مېرمن چن فنګ ينګ وويل

(( د بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک مسلکي، موثر او شفاف دی، له فساد څخه پاک دی چې دا د درجه بندۍ د دريو لويو نړيوالو ارګانونو له خوا د لوړې درجې د ورکولو سبب دی. دا ساده کار نه دی، د دې بانک د دوو کلونو کوښښونه تاييد او منل شوي دي.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای