CRI Online

پاکستان د امريکا د هغې کړنې غندنه وکړه چې دغه هېواد کې يې د بې پيلوټه الوتکې په وسيله هوايي بريد کړی دی 

cri     (GMT+08:00) 2018-01-25 09:47:34

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د روانې مياشتې په ٢٤مه نېټه په يوه اعلاميه کې د هغې کړنې غندنه وکړه چې د امريکا په مشرۍ ټينګ ملاتړکوونکې ځانګړې ډلې په همدې ورځ د پاکستان په شمال لويديځ د کرمې په قبايلي سيمه کې د بې پيلوټه الوتکې په وسيله هوايي بريدونه کړي او ويې ويل چې د امريکا دغې کړنې له پاکستان سره د ترهګرۍ ضد همکارۍ ته زيان رسولی دی.

ياد وزارت د همدې ورځې په ماسپښين د دغې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې يادې ډلې په همدې ورځ د بې پيلوټه الوتکې په وسيله په دې سيمه کې د افغان کډوالو پر کمپ هوايي بريد وکړ.پاکستان د دې کړنې غندنه وکړه .د امريکا دغې يوې اړخيزې کړنې له پاکستان سره د ترهګرۍ ضد د همکارۍ روحيې ته زيان رسولی دی.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای