CRI Online

د چين استازي په داوس کې د انسانانو د برخليک د ګډې ټولنې د جوړونې د هڅو غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-01-25 14:17:13

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، اوس د نړيوال اقتصادي فورم ۴۸مه کلنۍ غونډه د سويس په داوس کې روانه ده. د جنورۍ په ۲۴مه نېټه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د دې بيورو د مالي چارو د لارښوونکي ګروپ د دفتر مدير ليو هه د داوس په ياده غونډه کې يوه وينا وکړه چې عنوان يې و، د لوړ کيفيت پرمختګ هڅوو او په ګډه د نړيوال اقتصاد سمسورتيا او ثبات پرمخ بيايو. هغه په خيله وينا کې د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس په اړه مالومات او په راتلونکو څو کلونو کې د چين اقتصادي تګلارې معرفي کړې او و يې ويل، چين به د ګډې مشورې، ګډې جوړونې او شريکونې له اصولو سره سم د انسانانو د برخليک د ګډې ټولنې جوړونه وهڅوي.

په دې غونډه کې د ګډون کوونکو هېوادونو مشرانو ويناوې کول د دې فورم د کلنۍ غونډې يوه مهمه اجنډا ده. د ښاغلي ليو هه دغه وينا د ډېرو سياستوالو او سوداګرو د پاملرنې وړ وه. د نړيوال اقتصادي فورم اجرائيوي رئيس کلوس شوب چې د دې فعاليت مشري وکړه، وويل چې تېر کال د دې فورم په کلنۍ غونډه کې د رئيس شي جين پينګ وينا تاريخي ارزښت لري، نړيواله ټولنه د چين اواز د بيا اورېدو ته سترګې په لار ده. ده وويل

(( د چين راتلونکی له نړيوال اقتصاد سره نږدې اړيکې لري په تېره بيا د نړيوال اقتصاد د ساتنې نظريې او د ممکنې تجارتي جګړې سره د مخامخ په حال کې دی. نو په تېر کال کې د رئيس شي جين پينګ تر وينا وروسته ډېر خوشخاله يو چې د چين د اقتصاد د راتلونکي په اړه د ښاغلي ليو هه وينا اورو. ))

ليو هه وويل، چين له يو کال راهيسې په فعاله توګه د رئيس شي جين پينګ وړانديز تطبيق کړی او د اقتصاد د نړيوال کېدو بهير د پرمختيا لپاره يې عملي کوښښونه کړي او کوي يې. هغه وويل

((تېر کال رئيس شي جين پينګ په دې فورم کې يوه مشهوره وينا وکړه چې عنوان و يې موږ بايد په ګډه تاريخي دنده پر غاړه واخلو او نړيوال پرمختګ وهڅوو. هغه په خپله وينا کې د اقتصاد د نړيوال کېدو بهير پر هڅولو ټينګار وکړ او د نړيوالې ټولنې لخوا يې هر کلی وشو. چين له يو کال راهيسې په فعاله توګه د رئيس شي جين پينګ وړانديز تطبيق کړی چې د تجارت ساتنې له ډول ډول نظريو سره يې مخالفت کړی، د توليدي حق ساتنه يې پياوړې کړې، له رقابت څخه يې ملاتړ کړې او له انحصار سره يې مخالفت کړی او کوي يې. ويل کېږي چې چين د اقتصاد د نړيوال کېدو بهير د پرمختيا لپاره عملي کوښښونه کړي او کوي يې))

ور پسې ليو هه د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس په اړه مالومات او په راتلونکو څو کلونو کې د چين اقتصادي تګلارې معرفي کړې. هغه وويل، په دغه کانګرس کې د رئيس شي جين پينګ په مشرۍ نوې مرکزي لارښوونکې ډله ټاکل شوې، په نوې زمانه کې د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين بينګ نظريې د اوسني چين د پرمختګ عملي لارښوونه ټاکل شوې او تر ۲۰۲۰ کال پورې په پوره توګه د شتمنې ټولنې د جوړېدو او تر ۲۰۵۰ کال پورې د سوسياليستي عصري پياوړي هېواد د جوړېدو موخې تاييد شوې دي. هغه وويل، د چين اقتصاد د ګړندي پرمختګ له مرحلې څخه د لوړ کيفيت په مرحلې بدل شوی او په راتلونکو څو کلونو کې به د چين ټولې مهمې تګلارې د دې غوښتنې سره سم وټاکلې شي.

ليو هه پر دې ټينګار وکړ، د سږنۍ غونډې عنوان په توپير لرونکې نړۍ کې ګډ برخليک جوړول دي چې څرګند هدف لري. هېڅ هېواد پخپله د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او د اقليمي بدلون د مخنيوي په شمول له نړيوالو ننګونو مقابله نه شي کولی. هغه غوښتنه وکړه

((موږ بايد له محدوديت څخه ووځو او ستراتيژيکې نظريې پياوړې کړو چې متقابل تفاهم او باور زيات کړو او په عملي او اغېزمنه توګه خپلمنځي همکاري لا ژوره کړو. ))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای