CRI Online

م م په افغانستان کې پر يوه نړيوال خيريه ارګان د ترهګريز بريد سخته غندنه وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2018-01-26 10:43:46

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، امنيت شورا د جنورۍ په ۲۵مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره په افغانستان کې پر يوه نړيوال خيريه ارګان د هغه ترهګريز بريد سخته غندنه وکړه کوم چې د روانې مياشتې په ۲۴مه نېټه د دغه هېواد په ختيځ کې جلال اباد ښار کې رامنځته شو.

په دغه اعلاميه کې د دغه ترهګريز بريد ډېره سخته غندنه شوې، د وژل شويو کسانو خپلوانو او افغان حکومت ته خواخوږي او همدردي څرګنده شوې او هيله ښودل شوې چې ټپيان ژر روغ جوړ شي. په دغه اعلاميه کې ليکل شوي چې د دغه شان ترهګريزو کړو وړو طرحه کوونکو، ملاتړوونکو او ګډون کوونکو ته دې سخته سزا ورکړل شي. ټول هېوادونه بايد په نړيوال قانون او د امنيت شورا په اړوندو پريکړه ليکونو کې د ټاکل شويو مسؤليتونو له مخې له افغان حکومت او اړوندو خواوو سره مثبتې همکارۍ وکړي.

د روانې مياشتې په ۲۴مه نېټه د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دغه بريد غندنه وکړه.

د معلوماتو له مخې، د روانې مياشتې په ۲۴مه نېټه ترهګرو په جلال اباد کې له ماشومانو سره د مرستې ټولنې دفتر ته نژدې ځای کې د موټر بم چاودنه وکړه او ورپسې څو تنه وسله وال دغه دفتر ته ننوتل او د افغانستان له امنيتي ځواکونو سره يې د شاوخوا لسو ساعتونو جګړه وکړه. د دغه بريد له امله د دغې ټولنې څلور کارکوونکي وژل شوي او ۲۵ تنه نور ټپيان دي. داعش د دغه بريد پړه پر غاړه اخيستې ده.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای