CRI Online

معاصر علمي تخنيکونه لا هم د داووس فورم په سږنۍ غونډه کې د توجه وړ يوه توده مسئله ده.

cri     (GMT+08:00) 2018-01-26 14:53:30

د نړيوال اقتصاد فورم سږنۍ غونډه اوس د سويس په داووس کې روانه ده. په سږنۍ غونډه کې د کلتور، طب او چاپېريال په شمول برخو کې د اصلي رښتياتوب(VR) او مصنوعي هوښيارۍ(AI) په ګډون يو لړ معاصر علمي تخنيکونه لا هم ځان ته زياتې پاملرنې راجلب کړې. پر وينا او بحث برسېره د متقابل ازمايښت رنګا رنګ پروګرامونه په غونډه کې ليدل کېږي. د دغو پروګرامونو له لارې ټولنيز پرمختګ ته د معاصرو علمي تخنيکونو لخوا زياتې رسوونکې ګټې احساس کېدای شي.

په فورم کې له زياتو علمي او تخنيکي ازمايښتونو څخه يو ځانګړی پروګرام د زياتو کسانو د هرکلي وړ دی چې سرليک يې دی، بل کس ته وګرځئ. دغه ازمايښت د دوو کسانو لخوا په ګډه تر سره کېږي. کله چې دوی اړوند تجهيزات پر خپل ځان اغوندي، په بل کس بدل کړي او د کارکوونکو په لارښوونې سره يو لړ حرکتونه تر سره کړي. علمي کارکونکي غواړي د دغه پروګرام له لارې د بېلا بېلو کسانو ترمنځ تبادلې زياتې کړي. په چين کې د هندي چارو څېړنيز انستيتوټ څېړونکې او ليکوالې مېرمن وانګ های يان په ياد پروګرام کې تر ګډون کولو وروسته څرګنده کړه چې که څه هم له تخنيکي لحاظه دومره پيچلې نه دی، خو د کسانو ترمنځ د تبادلې پياوړتيا په اړه د مفکورې او پرمختللي تخنيکونو ترمنځ ګدوډول به د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د کلتوري تبادلې لپاره هم ګټه ولري. هغې وويل:

( لومړی اواز)

زه فکر کوم چې د اصلي رښتياتوب تخنيکونه د رنګا رنګو کلتورونو ترمنځ تګ راتګ او تبادله پياوړې کولای شي. له تخنيکي لحاظه دومره پيچلې نه دی، خو دغه مفکوره ډېره جلبه ده، په تېره بيا د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د کلتوري تګ راتګ په برخه کې واقعي اهميت لري. د دې تر څنګ په بل کس د بدلولو له لارې زموږ همدردۍ ته هم زور ورکول کېدای شي. زما په اند دغه پروګرام د سږني فورم له عمده موضوع سره سمون لري.

د داووس سږنۍ غونډې عمده موضوع په جلا شوې نړۍ کې د ګډ برخليک ابادول دي. مېرمن وانګ های يان دې ته اشاره وکړه چې دا يو ډېر ښه ډګر دی. مختلفې نظريې دلته يو له بل سره ټکر او زده کولای شي.

( دوهم اواز)

داووس فورم يو داسې ښه ځای دی چې دلته هر ډول پوښتنې کولای شم. که څه هم ښه ښه ځوابونه نشم موندلای، خو ډول ډول نظريو ته غوږ نيولای او ورڅخه الهام اخيستلای شم.

په ۲۰۱۶ کال کې د دغه فورم لخوا څلورم علمي او تخنيکي انقلاب ياد شوی دی. تر دې وروسته انسانانو د دې لپاره زياتې مثبتې هڅې کړې چې د مصنوعي هوښيارۍ او د شيانو انترنيټ په شمول نوي تخنيکونه په بېلا بېلو چارو کې ګټه واخلي. د جنوبي کليفورنيا ايالت پوهنتون د نړيوال وړانديز چارو مسؤلې مېرمن کېرن جونګبورټ په دې اړه څرګنده کړه:

( درېيم اواز)

زما په اند د تخنيکي پرمختګ په اثر موږ يو له بل څخه زده کړه کولای شو چې څنګه ګډ ژوند وکړو او لا ښکلې نړۍ اباده کړو.

يقين دی چې د پرمختللي تخنيکونو پرمختګ د انسانانو ژوند ته زياتې اسانتياوې او نوې شونتياوې برابرې کړې، نوي کاري فرصتونه يې جوړ کړي او په عنعنوي سوداګريز موډل کې يې هم ستر بدلونونه راوړي دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای