CRI Online

امنيت شورا او د م م سرمنشي په کابل کې د تازه بريد سختې غندنې وکړې.

cri     (GMT+08:00) 2018-01-28 15:09:29

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م امنيت شورا د جنورۍ په ۲۷مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د افغانستان په پلازمينه کابل کې د هغه بريد تر ټولو ډېره سخته غندنه وکړه کوم چې په همدې ورځ د کابل په مرکز کې پېښ شو، او د وژل شويو کسانو او افغان حکومت ته ژوره خواخوږي او همدردي يې څرګنده کړه. مخکې تر دې، د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دغه بريد سخته غندنه وکړه.

امنيت شورا په خپله اعلاميه کې پر دې ټينګار وکړ چې د دغه شان بريدونو تر سره کوونکو، طرحه کوونکو او ملاتړ کوونکو ته دې سزا ورکړل شي او له ټولو هېوادونو څخه يې غوښتنه وکړه چې د نړيوال قانون او د امنيت شورا د اړوندو پريکړه ليکونو سره سم له افغان حکومت او اړوندو خواوو سره مثبتې همکارۍ وکړي. امنيت شورا بيا تائيد کړه چې هر ډول ترهګري د نړيوالې سولې او امنيت لپاره سخت ګواښ دی، نو ټول هېوادونه بايد د دې د مخنيوي لپاره دې هڅې وکړي.

ښاغلي ګوټريس په خپله اعلاميه کې د دغه بريد سخته غندنه وکړه او ويې ويل چې د عامو وګړيو په مقابل کې بريد بشري حقوقو ته زيان رسوي او له نړيوال بشري قانون څخه سرغړونه ده، نو د دغه بريد پړه اخيستونکي بايد تر عدلي تعقيب لاندې ونيول شي.

د معلوماتو له مخې، په همدې ورځ د کابل په مرکز کې د موټر بم يو سخت ځانمرګی بريد وشو چې له امله يې لږ تر لږه ۹۵ تنه وژل شوي او ۱۶۳ تنه نور ټپيان دي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای