CRI Online

د چين کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس د روحيې تبليغاتي ډلې له قزاقستان څخه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-01-28 18:39:51

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جنورۍ له ۲۵مې نېټې څخه تر ۲۸مې نېټې پورې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سندونو څيړنيز دفتر مدير لنګ ژونګ په مشرۍ د چين کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس د روحيې تبليغاتي ډلې له قزاقستان څخه ليدنه وکړه، په جلا جلا توګه يې د نور اوتن ګوند، د اک زول ډيموکراتيک ګوند او د کمونېست ولسي ګوند له مشرانو سره وکتل، او په تبليغاتي ناسته کې يې د دې هېواد د حکومت، پارلمان، ګوندونو، د کارپوهانو ټولنو، پوهنتونونو، خبري رسنيو په شمول د بېلا بېلو برخو څه باندې ۱۸۰ تنو ته د چين کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس روحيه، په نوې زمانه کې د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ افکار او مهمې ويناوې وروپېژندلې.

د قزاقستان استازو د چين کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس له خوا د تر لاسه شويو برياليتوبونو لوړه ستاينه وکړه.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای