CRI Online

د قزاقي کارپوهانو د چين د نولسم ملي کانګرس ډېره ستاينه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-01-29 15:53:25

د جنورۍ له ۲۵مې نېټې څخه تر ۲۸مې نېټې پورې د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې سندونو د څېړنيز دفتر مشر لنګ ژونګ په مشرۍ په بهر کې د نولسم ملي کانګرس روحيې د تبليغاتو ډلې له قزاقستان څخه ليدنه وکړه.د روانې مياشتې په ۲۶مه نېټه دغې ډلې په استانا کې يو ځانګړی فعاليت تر سره کړ چې د قزاقستان د حکومت،پارلمان،ګوندونو، پوهنتونونو او خبري رسنيو څه دپاسه ۱۸۰ استازو په کې ګډون درلود. قزاقي کارپوهانو د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس د ستر اهميت ډېره ستاينه وکړه او په راتلونکي کې د چين او قزاقستان ترمنځ د همکارۍ په اړه يې بحث وکړ. د قزاقستان د ولسمشرۍ کتابتون د مشر مرستيال تيمور شايميرګنوف وويل

(اواز ۱)

زما په اند چين لاډېر ډاډمن دی.د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کېدو له ۴۰ کلونو راهيسې د چين د کوښښونو له امله ستر برياليتونوبه تر لاسه شوي دي.چين نه يوازې خپل اقتصاد ته پرمختګ ورکړی،بلکې د يو کمربند او يوې لارې د پلان له لارې ګاونډيو هېوادونو ته يې هم ګټې رسولې دي.د قزاقستان او چين ترمنځ همکاري يې يوه بېلګه ده.

د قزاقستان د لومړي ولسمشريز صندوق د نړيوال اقتصاد او سياست د څېړنيز انسټيټوټ کارپوه روسلان ايزيموف وويل چې د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس په پرېکړه ليکونو کې نه يوازې د چين د پرمختګ لوری ټاکل شوی،بلکې د ګاونډيو هېوادونو د پرمختګ طرف يې هم روښانه کړی دی.

(اواز ۲)

زما په اند نننۍ غونډه د قزقستان د بېلا بېلو خواوو لپاره ډېره ګټوره ده.که څه هم د چين او لوېديځو خبري رسنيو د تېر کال په پای کې د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس په اړه راپورونه ورکړل،خو په قزاقستان کې په هراړخيزه توګه د دې ملي کانګرس په اړه د خپرونو شمېر ډېر نه و.

ايزيموف وويل چې د يو کمربند او يوې لارې په پلان کې د ګډون کوونکو شمېر ورځ په ورځ زياتېږي.دغه پلان په نړۍ کې ستره اغېزه لري.

(اواز ۳)

د ورېښمو لارې په اوږدو کې اقتصادي کمربند د قزاقستان په استانا کې وړاندې شوی او له ۴ کلونو راهيسې د يو کمربند او يوې لارې پلان په ګردې نړۍ کې پلی شوی دی.

د ايزيموف په اند د ګډو ګټو پر بنسټ د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ همکاري د بشري برخليک د ګډې ټولنې د ابادۍ لپاره ګټه لري.

(اواز ۴ )

د چين د کمونېست ګوند په نولسم ملي کانګرس کې د بشري برخليک د ګډې ټولنې ابادول تائيد شوي.دا څه مانا؟ که په ژوره توګه يې وڅېړو،نو موږ به وګورو چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په تفصيل سره تشريح کړی دی.په نړۍ کې ډېر هېوادونه موجود دي.که د ګډو ګټو پر بنسټ خپلمنځي همکاري وکړي،د بېلا بېلو هېوادونو لپاره به ګټور وي.چين او قزاقستان به پرمختګ وکړي او په منځنۍ اسيا کې د چين نور ګاونډي هېوادونه به هم پرمختګ ومومي.

ښاغلي شايميرګنوف هم دا نظر لري چې د ګاونډيو هېوادونو پرمختګ او ثبات د چين د پرمختګ او ثبات لپاره ګټه لري.

(اواز ۵)

موږ هيله لرو چې په راتلونکو ۳۰ کلونو کې به چين په دايمي توګه دغه تګلارې پلې کړي.که د چين ګاونډي هېوادونه ثابت او شتمن وي،نو چين به هم ضروري ثبات او سمسورتيا ولري.



اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای